دارفور: بشري فاجعه
۱۳۸۵ آذر ۱۶, پنجشنبهد دارفورولايت په ١٩٥٦ ميلادي کال کې د سودان له خپلواکۍ راهيسې، په ډيريدونکې توگه، ځان د سودان د عربي مرکزي حکومت لخواله تجريدیدوسره مخامخ ليدی.
له ١٩٧٠ ميلادي کال راهيسې د دارفورپه ولايت کې مينځته راغلي وچ کالۍ او د لوږې فاجعې، د سيمې کميدونکې بنسټيزه پالنه او د ښکتني جوړښت بشپړنشتوالی، د ځمکې او اوبوله کبله د ميشته تورپوستو افريقائيانو او عربي کوچيانوترمينځ د وسله والوجگړوسبب شول.
د سلگونوکليو ورانول
د جنجاويد نومې مليشې، چې د سودان د حکومت لخوايې ملاتړکيږي، او د حکومت د مخالفينوترمينځ د جگړوله کبله، د شلومياشتوپه ترڅ کې، د تورپوستوافريقائيانو ۴٠٠ کلي کاملاً سوځول شويدي. د دارفور اکثريت برخې ورانې شوي او هيڅوک نه پکښې اوسيږي.
په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د جگړې له پيل راهيسې تقريباً ٢٠٠٠٠٠ تنه دارفوريان گاونډي هيواد چاد ته تښتيدلي او د مهاجرينوپه کمپونوکې په ډيروخرابوشرايطوکې ژوندکوي. له څووختونوراهيسې د جنجاويد مليشه په چادکې هم د مهاجرودارفوريانوپرکمپونو باندې يرغلونه کوي.