1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیریه سازمانونو د اروپايي ټولني د مهاجرينو سیاست غندلی دی

QN(KNA)۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

«کاریتاس اروپا »او د «اروپا یسوعي مهاجرو خدماتي سازمان» د اروپايي ټولني د مهاجرينو سیاست سخت غندلی دی. دواړو خیریه سازمانونو په یوه گډه اعلامیه کي ویلي دي چي دغه سیاست انسانان د «مرگ لارو» ته مجبوره کوي.

https://p.dw.com/p/1J2I8
انځور: picture-alliance/AA/H. Turkia

په دغه اعلامیه کي چي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي نشر سوه، راغلي دي چي داسي سیاست لکه د اروپايي ټولني او ترکیې د مهاجرو تړون ،چي د بیرولو پر میتودونو باندي ولاړ دی، خلک نورو هیوادونو ته د ورتگ او تیښتي څخه نه راگرځوي. هغه انسانان یوازي دې ته مجبوره کوي چي د قاچاقبرانو په لاسونو کي ولویږي او پر خطرناکو لارو باندي یې نورو هیوادونو ته ولیږدوي.

دواړو سازمانونو زیاته کړې ده چي فقط د یوې اوونۍ په جریان کي ۱۰۰۰ تنه مهاجر هغه وخت ووژل سول، کله چي یې غوښتل د مدیترانې څخه تیر سي. دغه ډول په خطر کي ځانونه اچول ښکاره کوي، چي د هغوی حالت څومره خراب دی.

د «کاریتاس اروپا» عمومي منشي «یورگ نونو مایر» وویل چي د هغه سازمان لکه پاپ فرانسیس د داسي یوې اروپا تصور کوي، چي په ټولنه کی د مهاجرو پر اړینو ونډو اعتراف وکړي او د هر انسان کرامت ته احترام ولري.

د «اروپا د یسوعي مهاجرو خدماتي سازمان» سیمه ایز مشر «جان ماري کاریره» ویلي دي چي اروپا د دې قدرت لري چي انسانان وژغوري. کاریتاس زیاتوي: «دا په سیاسي ارادې پوري مربوطه ده چي اروپا ته د راتگ قانوني لاري جوړي سي.»

دواړو خیریه سازمانونو د غړو هيوادونو او اروپايي ټولني څخه غوښتي دي، چي اروپا ته د مهاجرت قانوني لاري جوړي ، بشري ویزې رامنځته، د کورنیو یوځای کیدل آسانه او د ادغام لپاره زمینه برابره او نور زیات انسانان قبول کړي.