1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: مرادن کي بريد ۲۲ انسانان ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مردان ښار کي د يو دولتي دفتر مخي ته په ځانمرګي بريد کي لږ تر لږه ۲۲ انسانان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل سوي دي. د پاکستان جماعت احرار وسله والې ډلې پړه په غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1HVae
انځور: picture alliance/ZUMA Press

دغه بريد د پاکستان د شمال لوېديځ ايالت خيبر پښتونخوا په مهم تجارتي ښار مردان کي د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۹مه نېټه) تر سره سو. د پاکستان امنيتي ادارو په رسمي توګه په دغه بريد کي د مرګ ژوبلي پخلی کړی دی. د پاکستاني رسنيو د خبرونو له مخي په دغه بريد کي ۲۳ انسانان وژل سوي دي.

د رسنيو د خبرونو پر اساس دغه بريد د شناختي کارډ (پاکستانۍ تذکرې) ورکولو د ادارې «نادرا» دفتر ته نژدې تر سره سوی دی. په لومړي سر کي د وژل سوو کسانو شمېر څلور ياد سوی ؤ خو وروسته دغه شمېره جګه کړل سوه.

د فرانس پريس خبري آژانس د ځايي پوليس چارواکي فيصل شهزاد له وينا ويلي دي چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ. ويل سوي چي بريډ کوونکی پر موټر سايکل سپور ؤ. په عيني حال کي د پاکستان د تحريک طالبان څخه بېلي سوي د جماعت احرار ډلې وياند احسان الله احسان د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده.

د بريد وروسته په سيمه کي امنيتي اقدامات ټينګ کړل سول
د بريد وروسته په سيمه کي امنيتي اقدامات ټينګ کړل سولانځور: DW/F. Khan

د مردان ښار يو بل پوليس چارواکي سعيد خان وزير هم ويلي چي د شواهدو په ړنا کي دغه يوه ځانمرګی بريد ؤ. دغه چارواکي زياته کړې ده چي بريد کوونکي غوښتل چي د «نادرا» (نېشنل ډېټابېس اېنډ رجسټرېشن اتارټي) دفتر ته ننوځي خو ساتونکو د هغه مخه ونيول. زياته سوې چي په دې ترڅ کي بريد ګر د دفتر څخه دباندي ځان ته انفجار ورکړ.

د سعيد خان وزير په وينا د دغي پيښي پلټني پېل سوي دي او د دغو پلټنو د پای ته رسېدو وروسته به په حتمي توګه ويل ممکنه وي چي ايا دغه يو ځانمرګی بريد ؤ او که د دفتر د دروازې سره تر مخه لا چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل سوي او وروسته د ريموټ کنټرول په مرسته وچاودول سول.

د مردان د يو ځايي روغتون ډاکټر علي خان ويلي دي چي د ژوبل سوو يو شمېر کسانو روغتيايي وضعه خرابه ده. بيلابيلو طبي منابعو د ژوبل سوو کسانو شمېر تر ۳۰ جګ ښودلی دی. د عيني شاهدانو په وينا د بريد وروسته د انسانانو د جسدونو ټوټې شاوخوا خورې سوې. د مردان په ټولو روغتونونو کي اضطراري حالت اعلان کړل سوی دی.