خوست : 1800 پوليس د سبا پارلماني انتخاباتو امنيت نيسي
۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعهد انتخاباتو د ښه امنيت دپاره ګمارلي دي .
د افغانستان په جنوب ختيځ ولايت خوست کې هم د تېرو څو ورځو راهيسې په ښار کې پلي او په موټرو د افغان ځواکونو ګزمې زياتي سوي ،دخوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحيکم اسحاق زى پدې ولايت کې د انتخاباتو دپاره دسختو امنيتي ترتيباتو خبر ورکوي . نوموړی وايي چې پر نورو افغان عسکروسربېره يې د ملي پوليسو ١٨سوه سرتيري په دندو ګمارلي تر څو په پوره برياليتوب سره په خوست کې پارلماني انتخابات ترسره سي .
دپارلماني انتخاباتو دپاره د افغان ځواکونو امنيتي تياري ته په کتو د تېرکوچني اختر راهيسي ، وسله والو طالبانو سخت ګواښونه کړي، چي ملکي خلګ د انتخاباتو د رايي اچوني په جريان کي برخه وانخلي.
وسله والو طالبانو په هغو خبرپاڼو کي چي د اسلامي امارت په نامه پر ليرو پرتو سيمو سربيره دخوست په ښار کي هم خپرې سوي، ويلي دي چي رواني پارلماني انتخابات د امريکا دحکومت يوه غوښتنه ده او افغان ولس ته يې هيڅ ګټه نه سي رسيدلى .
خو د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدلحکيم اسحاقزى د دې خبرپاڼو په عکس العمل کي بيا وايي چي وسله والو مخالفينو اوس د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی دی او يوازي د تبليغاتي جنګ دلاري عام خلک په بيره کي اچوي تر څو په پارلماني انتخاباتو کي د ګډون څخه محروم سي .
دا چي سبا د پارلماني انتخاباتو لومړۍ ورځ ده څومره کسان به په هغه کي برخه واخلي او يا به پدې ورځ څه ډول امنيتي پيښي رامنځته سي ، نودا به وروسته معلومه سي .
فريدالله ظاهر
کتونکی : محمد قاسم نوري