خوست: ځانمرگي برید ۱۳ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهاعلان
په خوست کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې درې تنه بهرني او یو شمیر افغان سرتیري هم شامل دي. دغه برید د خوست په مرکز کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په یوه گډه گزمه تر سره شوی دئ. دغه پیښه آیساف او افغان چارواکو تائید کړې ده. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې درې تنه ملکي کسان هم وژل شوي او نور ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. په دې اړه به نور جزئیات زمونږ په راډیویي مجله کې واورئ.