1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: د خپلي خاوري ساتنه به په اربکيو وکړو

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د خوست ولایت يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانان هغه انديښنې بې ځايه بولي چي گويا تر ۲۰۱۴ کال وروسته به گډوډي رامنځ ته شي. دوی وای خپله خاوره به په خپله ساتي. ( انځور له آرشفه)

https://p.dw.com/p/18EOb
In der östlichen Provinz Khost in Afghanistan, wurde eine lokale Polizei eingerichtet. Die Bilder hat uns unser Korrespondent Faridullah Zahir am 06.02.2012 aus Khost geschickt. Alle Rechte gehören der DW. Schlagwörter: Afghanistan, Khost, local police, Mahali, Polizei, Sicherheit
Etablierung einer lokalen Polizei Provinz Khost in Afghanistanانځور: DW

په خوست کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۱) د افغانستان د قومونو پيوستون شورا يوه لويه غونډه رابللې وه او تر ۲۰۱۴ کال وروسته يې د خلکو ټولې انديښنې بې ځايه وبللې.

د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي وويل، خارجيان راغلي ول، اوس بېرته ځي، د دې پر ځای چي زموږ خلک ملاوي وتړي او خپل امنيت په خپله وساتي انديښمن دي:

«موږ چې تل تاريخ يادوو، هغه همدا تاريخ دى، چې پخوا وختونو کې په سختيو شپو او ورځو کې زموږ مشرانو کمربند تاړه او د خپلي سيمي څخه يې د اربکې په نوم ساتنه کوله.»

تڼي وويل، په نويمه لسيزه کي ځکه ګډوډۍ رامنځ ته شوې چې پخواني جهادي مشران او نور په خپلو کې د واک پر سر نه سره قانع کېدل. خو په خبره يې اوس هغه وختونه نه دي:

«اوس خلک او اولسونه پوه دي، نور څوګ ورباندې تجارت نشي کولاى او له همدې امله د هغه وخت ترخې شېبې بيا نه تکراريږي.»

د خوست د مرکز قومي مشر حاجي نوارخان وويل، دوى پخوا هم د خپلي خاوري ساتنه کړې وه او اوس به يې هم وکړي. هغه د نمونې په توګه وويل، چي همدا اوس د خوست په ځاځي ميدان، ګربزو او تڼيو ولسواليو کې قومي مشرانو د خپل پخواني جوړښت له مخې قومي اربکي په دندو ګومارلي دي، چې هيڅوګ يې په سيمه کې ورانکاري فعاليتونه او غلاوې نشي کولاى.

د خوست يو تن ځوان محمد کريم همت وايي، په تېره يوه لسيزه کې يې په ژوند کي ډېر بدلون راغلی، په وړيا توګه يې دولتي ښوونځى او پوهنتون لوستى. هغه وويل: «دا مې خاوره ده، لکه څرنګه چې د نوري نړۍ خلکو پر خپله خاوره زړه سوځي، زه هم بايد پر خپله خاوره باندې زړه وسوځم او که اړتيا وه نو توپک به اخلم او له خاوري به ساتنه کوم.»

په لويه پکتيا او په ځانګړي توګه خوست کې قومي جوړښتونه اوږد تاريخ لري او خلک ورته په ډېره درنه سترګه ګوري، ځکه دا د قوم پريکړه ده او هيڅوګ يې ماتولای نه شي.

د پخوانيو خلکو په خبره، که به په پخوا کي چا قومي پريکړه بابيزه وبلله او عملي به يې نه کړه، نو مشرانو به يې کور ته اور اچاوه او هغه به يې له خپل کلي او کور څخه ايستئ او په ولسوالۍ کې به يې هم نه پريښود.

اوس هم د خوست ولايت په يو شمېر سيمو کې داسې قومي جوړښتونه دي، چې په نوبت سره هره ورځ د يوې کورنۍ هغه نارينه چي ١٨ کلني يې پوره کړې وي له توپک او کمبربند سره راوځي، په خاصو ځايونو کې ولاړ وي او هيچا ته د خطر ګواښ نه وي موجود.

د خوست ځاځي ميدان ولسوالي چې د ګاونډي هېواد پاکستان له کورمي ايجنسۍ سره سرحد لري، داسي قومي پريکړه پکښې شوې ده، چې د هيڅ بل قوم خلک هلته ګرځيدای نشي او که څوګ وويني، چې د بلې سيمې څخه د دوى سيمې ته ورغلى وي، نو هغه نيسي او پوليسو ته يې سپاري.

ځاځي ميدان که څه هم تر ډېره غرنۍ ولسوالي ده، خو ښکلي درې لري او قومي جوړښت يې د دې عامل شوى دی، چې په تېرو لسو کلونو کې د څو کوچنيو جنايي پېښو ماسوا بل هيڅ امنيتي ستوونزه نه ده پکښې رامنځ ته شوې.