1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستي ځوانان یو باغ جوړوي

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۱ اسفند ۹, چهارشنبه

په خوست کې د ځوانانو تر منځ په ټولنيزو مسايلو کې رضاکاره فعاليتونه ډېر شوي دي. د ويښ افغان په نوم ځوانان د شيخ زايد په پوهنتون کې د نارنجو يو ځانګړی باغ جوړوي.

https://p.dw.com/p/17mQx
انځور: DW

دغه ځوانان وايي، په نزدې ٣ جريبه مځکه کي د نارنجو بڼ جوړيږي او لګښت يې دوى له خپله جيبه ورکوي. دوی وايي د خوست يو شمېر ملي سوداگرو هم ورسره مالي مرسته کړې ده.

د دغو رضا کاره ځوانانو له ډلي څخه يوه تن نشان الدين اهنګر له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل :

«دا باغ خوستي ځوانان په شخصي لګښت جوړوي او لامل يې دا دى، چې له يوې خوا د پوهنتون چاپيريال سمسور کړي او بل د مېوې ترڅنګ به محصلانو ته د ګرمۍ په موسم کې تر سيوري لاندې د مطالعې کولو زمينه هم برابره شي.»

خوستي ځوانان د نهالانو کښېنولو پر مهال.
خوستي ځوانان د نهالانو کښېنولو پر مهال.انځور: DW

د دې ځوانانو مشري الياس وحدت کوي، هغه وايي، دا ټولنيز کارونه په دې موخه ترسره کوي، چي ځوانان له معيوس حالت څخه را وباسي او هغوى ته يوه داسې روحيه ورکړي، چې موږ د خلکو او ټولنې د سوکالۍ له پاره ډېر څه ترسره کولای شو.

هغه وايي :«په دې باغ کې تر٧٠٠ ډېرې ونې کښېنول کيږي او دا به په خوست کې د نارنجو يوازنی ځانګړى باغ وي.»

وحدت زياتوي، موږ د دې خاوري يو او د دولت ترڅنګ موږ هم په وجداني ډول مسئوليت لرو، څو هغه ټولنيز کارونه ترسره کړو، چې په وس مو پوره وي.

دا چې هر کال د دولت او مدني بنسټونو له خوا په زرو نوي نيالګي کښېنول کيږي او د نه ساتني او پالنه له امله بل کال ته نه رسيږي او وچيږي؛ ويښ افغان ځوانان وايي، چې دوى د نارنجو د دې باغ د ساتنې له پاره پلان جوړ کړى دی او وخت په وخت به يې په خپله پالنه کوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو په خوست کې د ځوانانو له خوا په رضا کاره توګه ټولنيز فعاليتونه زيات شوي دي او په کرار کرار په خلکو کې دا کلتور پر عاميدو دى، چې زيات ټولنيز کارونه د دولت او د چا له مرستې پرته په اولسي توګه ترسره کړي.

تېره اوونۍ هم د خوست په سوو ځوانان د خوست ښار ته را وتلي ول او په خپله خوښه يې له کثافاتو او چټليو څخه د ښار د صفايي اشر ترسره کړ.