1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستيان په يوه خوله د ملکي هوايي ډګر غوښتنه کوي

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

که څه هم په خوست ولايت کي دوه هوايي ډګرونه پخوا جوړ سوي خو دامهال پکښي د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه ميشت دي، او هيڅ ډول ملکي الوتنو ته اجازه نه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/Qrbw
د خوست اوسيدونکي
د خوست اوسيدونکيانځور: AP

دغه هوايي ډګرونه د طالبانو د ريژيم تر ړنګيدو پوري فعال ول، او په اونۍ کي دوه ځلي به له کابل او دوبۍ څخه خلک پدغه ډګرونو کي راښکته کيدل،چي له دېلا ري خلکو په ځانګړي ډول د عربي هيوادونو افغان مسافرو د هوسايني احساس کاوه.

خو دامهال په دواړو هوايي ډګرونو کي بهرنيو ځواکونو لويي نظامي اډې جوړي کړي.

د خوستيانو نږدې د هري کورنۍ له يوه څخه تر درو تنو پوري په عربي هيوادونو کي مسافر لري، او پدغه هيوادونو کي د مسافرو ٧٠ په سلو کي خوستيان تشکيلوي، يو شمير تازه مسافر چي له دوبۍ څخه لومړۍ کابل او وروسته يي بيا په موټرو کي په ساعتونو مزل کړى، د خوست کابل د لويي لاري د خرابوالي او په خوست کي د ملکي هوايي ډګر له نه شتوالي سرټکوي.

سربيره پردې چي مسافر په خوست ولايت کي د هوايي ډګر له نشتوالي سر ټکوي، د دغه ولايت سوداګرهم له ورته ستوونزو سره مخامخ دي.

په خوست کي د دوکاندراو د اتحاديې مشر جمال تڼى وايي کله چي غواړي چي په سوداګريزو چارو پسي بهرني هيوادته ولاړ سي، نو لومړی پلازمېني کابل ته د موټر له لاري او بيا کوم بل هيواد ته د الوتکي پواسطه سفر کوي، چي دغه کار يې چاري له ستوونزو سره مخامخ کړيدي.

په خوست کي ځايي حکومتي ادارې او مرکزي حکومت په وار، وار ژمنه کړي، چي د سلګونه زره امريکايي ډالرو په ارزښت په خوست کي ملکي هوايي ډګر جوړوي.

خو دا چي ولي تر اوسه ورباني کار نه دى سوى د خو ست والي وياند مبارزځدراڼ يې په اړه وايي.

« دا لومړى ځل نه دى چي خوست ميشتي له دولت څخه د ملکي هوايي ډګر د جوړيدو غوښتنه کوي، په وار وار کابل ته تللي، خو تل يي له لوپوړو چارواکو څخه له ژمنو پرته نور څه نه دي ترلاسه کړي.»