خوستيانو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه
د خوست د شېخ زايد پوهنتون په سلهاوو محصلينو د دغه پوهنتون په انگړ کي د پاکستان د وروستيو کړنو پرضد مظاهره وکړه. په پلان کي وه چي محصلین له پوهنتون څخه تر ښاره پوري لاريون وکړي خو د امنیتي ارگانونو له خوا ئې مخنيوی وسو.
مظاهره کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او ويل ئې چي دوی د «ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني».
په پلان کي وه چي محصلين به له شېخ زايد پوهنتون څخه تر ښاره پوري لاريون وکړي خو پرې نه ښودل سول، او يوازي د دغه پوهنتون په انگړ مظاهره پيل او ختمه سوه.
مظاهره کوونکو افغان امنيتي ځواک ته ډاډ ورکړ چي دوی به هم د خپلي خاوري سرحدونه ساتي او اولسونه له دوی سره سرښندني ته تيار دي.
دغه سوله ييزه مظاهره د یوه پنځه ماده ييز پريکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. مظاهرې دوه ساعته دوام وکړ.
د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون محصلينو په داسي حال کي مظاهره وکړه، چي د دوشنبې د ورځي په سهار د ننگرهار په گوشتې ولسوالۍ کي د افغانستان پاکستان امنيتي ځواکونو ترمنځ دوه ساعته وسله واله جگړه وسوه.
پر خوست سر بيره د افغانستان په نورو ښارونو کي هم مظاهرې سوي دي، خو د خوست مظاهره تر نورو ستره وه.
د خوست د شېخ زايد پوهنتون محصلينو د هغه عسکر فاتحه هم واخيستله چي تيره اوونۍ له پاکستان سره د گوشتې ولسوالۍ په سرحدي شخړه کي ووژل سو.