1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلی: طالبان که خبرو ته حاضر نه شی نو د اسامه په برخه ليک به اخته شی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

په کابل کي د سولي يو دوه ورځيني کنفرانس پرانستل شو. د ولسمشر کرزي دويم مرستيال، د دغي غوندي د پرانستلو په مهال طالبانو ته کواښ وکړ چي د سولي خبرو اتر ته کيني که نه نو د اسامه په برخه ليک به اخته شي

https://p.dw.com/p/11D29
عبدالکریم خلیلی
عبدالکریم خلیلیانځور: AP

افغان حکومت د سه شنبي په روځ پر طالبانو يو ځل بيا غږ وکړ چي د سولي خبرو اترو ته غاړه کيږدي. که څه هم افغان چارواکو وخت نا وخت پر طالبانو د سولي غږ کړي خو دا وار يي دوي ته کواښ وکړ چي که د سولي خبرواتر ته چمتو نه شي نو دوي به هم د القاعدي د شبکي د مشر، اسامه بن لادي، په برخه ليک اخته شي.

د لسمشر کرزي دويم مرستيال، محمد کريم خليلي چي يو دوه ورځيني د سولي کنفرانس يي پرانسته وويل چي د افغان حکومت د سولي پروګرام د طالبانو لپاره يو ډير ښه جانس ده چي سوله وکړي او خپلي وسلي په ځمکه کيږدي.

ده زياته کړه: «د سولي او اشتي پروګرام چي د افغان حکومت لخو په لاره اچول شوي د افغان حکومت د مسلح مخالفانو لپاره يو ډير ښه چانس ده. په خاصه توګه دغه موقع د طالبانو قوماندانانو لپاره يوه ډيره ښه موقع ده چي خپلي وسلي په ځمکه کيږدي او د افغانستان د ويجاړه ولو څخه لاس واخلي.»

خليلي وويل: «که طالبان د سولي د بهير سره يوځاي نه شي نو د اسامه بن لادن به پريکړه ليک به اخته شي.»

خليلي په خپلو خبرو کي دا هم وويل چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژني د افغان حکومت ادعاوي ثابتي کړي. تر دي مخکي افغان چارواکو په وار وار ويلي وه چي اسامه بن لادن، د القاعدي او طالبانو نور مشران په پاکستان ميشت دي چيرته چي د دوي څخه د ځينو حلقو لخوا ملاتړ کيږي. خليلي په دي اړه وويل: «د اسامه بن لادن وژنه مونږ ته دغه هيله راکړي چي د افغانستان د خلکو غږ اوس اوريدل شوي دي.»

ولسمشر کرزي تير کال د سولي عالي شورا پرانيسته چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرواتر لپاره لاره هواره کړي خو اوس چي د سولي د عالي شورا د جوړيدو څخه يو کال تير شوي، دغه شورا کومي خاصي لاس ته راوړني نه لري.

په دغه دوه ورځيني د سولي کنفرانس کي چي د افغان حکومت لخوا په لاره اچول شوي، د افغانستان د حکومت د کابيني غړي، سفيران، واليان او د ملګرو ملتونو استازي ګډون لري تر څو په افغانستان کي د سولي د بهير په اړه خبري وکړي.

د طالبانو وياندانو په وار وار ويلي چي دوي به تر هغو د سولي خبرو اترو ته چمتو نه شي چي د افغانستان څخه تول بهرني ځواکونه نه وي وتلي. خو دا څرګنده نه ده چي ايا دغه وياندان د ټولو طالبانو استازيتوب کوي او که نه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمد ولي اڅکزي