1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلک: په غزني او ميدان وردګو کي امنيتي حالت سخت خراب دی

۱۳۸۹ شهریور ۹, سه‌شنبه

غزني او ميدان وردګ ولايتونه چي کابل ته نږدي څنګ په څنګ پراته دي په دي ورستيو مياشتو کي د نا امنيو په اصلي مرکزونو بدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/P13s
يو تن د تلاشۍ پر مهال
يو تن د تلاشۍ پر مهالانځور: AP

غزني ته خو د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت ويل کيږي چي د اوسيدونکو په وينا يي دولت ضد وسله وال پکي دومره تيره دي چي حتي په رڼا ورځ يي د ښار په سپيرو واټونو د موټر سايکلونو دوړي پورته کيږي.

دغه دوه ولايتونه چي له خيټي څخه يي د کابل – کندهار عمده لويه لاره تيريږي ترينه شاوخو ا هره ورځ د نا امنيو پيښي اوريدل کيږي.

د ناټو ځواکونه ميدان وردګو ته د کابل ولايت د دهليز په توګه ګوري او وايي چي له دغه ځاي څخه نا امني پلازميني ته را پراخيږي.

د ميدان وردګو د سيد آباد ولسوالۍ په بازار کي د تيلو يوه پلورنکي محمدجان دوچي ويلي ته وويل چي طالبان په رڼا ورځ په پاخه سرک تګ را تګ کوي خو داسي څوک نشته چي د هغوئ مخه ونيسي.

« په رڼا ورځ ټول خلک طالبان ويني، پوليس يي هم ويني چي يوه خوا بله خوا په موټر سايکلونو ځي راځي، هغوئ له پوليسو څخه نه ويريږي او پوليس هم ورته څه نه وايي، دوئ له يو بل سره پروتوکولونه لري، دلته د طالبانو واک چليږي او دحکومت په فيصلو پسي څوک سر نه ګرزوي».

دا يوازي محمد جان نه دي چي د ميدان وردګو ولايت له امنيتي حالت څخه شکايت کوي او دغلته د طالبانو د حاکميت خبري کوي د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي بيا وايي چي طالبان له دوئ څخه زکات ټولوي، حکومت د دوئ کليو ته نشي ورتلای او همدا طالبان دي چي د سيمي واکداران دي.

خو د ميدان وردګو والي حليم فدايي دغه خبري نه ردوي او نه يي هم په بشپړه توګه مني. هغه وايي چي پر ولايت پوره کنټرول لري.

د نوموړي په وينا چي په ځينو برخو کي نا امني شته دا يوازي ميدان وردګ نه دي چي پکي ځيني برخي نا امنه دي بلکي نا امني د هيواد په يو شمير سيمو کي ليدل کيږي .

خو د ميدان وردګو په ګاونډي ولايت غزني که بيا څه تيريږي هغه ولايت چي اتلس اداري واحدونه لري .

دغلته د ښاريانو پر وينا امنيتي حالت د افغانستان تر بلي هري سيمي کړکېچن دی.

ځيني د غزني ښاريان خو دا هم وايي چي طالبان په رڼا ورځ په ښار کي ګرځي را ګرځي او د شپي له خوا خو په بشپړه توګه هغوي په ښآر واکمن دي.

د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير هم دا مني چي د غزني ولايت يو شمير سيمي د طالبانو په ولکه کي دي خو د ښاريانو له دغي خبري سره موافق نه دی چي ګواکي طالبان په ښار کي تگ راتگ لري او په بې باکۍ سره هر هغه څه چي غواړي تر سره کوي يي .

ښاغلي جهانګير د آلمان غږ راډيو ته وويل دښمن ځکه غزني ولايت ته زړه ښه کوي چي دغه ولايت د ملک په ستراتيژيکه لويه لاره پروت دي.

جهانګير وايي چي د غزني په زړه کي تير د کابل – کندهار له عمده واټ څخه هره ورځ په سلګونو اکمالاتي موټر چي نړيوالو ځواکونو ته اړين توکي استوي تګ را تګ کوي نوځکه مخالفين غواړي چي دغه ولايت نا امنه کړي.

څو شپي دمخه سهار وختي په دغه ولايت کي په بيلا بيلو حکومتي تاسسياتو د توغنديو بريدونه وشول او تر هغه دمخه د ښځو چارو پر رياست باندي په رڼا ورځ د لاسي بمونو يرغل وشوچي دواړو پيښو د سر زيان نه درلود خو د ښاريانو په مينځ کي يې ويره خپره کړي ده .

د غزني ښار د بزازۍ په بازار کي د رختونو د يوه پلورنځي مالک عبدالغني وايي چي« په ښار کي طالبان له دوئ څخه ماليه ټولوي، هغوئ پوره حاکم دي، د ورځي له خوا حکومت شتنه خو د شپي له خوا ښار د طالبانو دی»

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چي ولسوال يوازي په خپله ودانۍ کي له پوليسو سره ناست وي او هيڅ کله هم کليو ته نه راغلي او نه هم راتلای سي.

د اندړو ولسوالۍ د ابراهيمزو د بازار يوه هټيوال عبدالولي ابراهيمزي د ټليفون په کرښه دويچه ويلي ته وويل چي دوئ باور نه کوي چي دلته به د کرزي حکومت وي.

هغه وويل: «داستاس تر خبرو څو شيبې د مخه زموږ د کلي په مينځ کي طالبان مخونه يي پټ ول په وسلو سمبال پر موټر سايکلونو تير سول.

د غزني ولايت ډيری اوسيدونکي د طالبانو حکومت تر نسکوريدو وروسته دغه ولايت ته د افغان دولت سمه نه پاملرنه هغه څه بولي چي د طالبانو لاس ته يي د دغه ولايت لويدو ته لاره هواره کړي ده .

د سياسي چارو شنونکي وايي چي طالبان د ستراتيژيکو ولايتونو دامنيت په خرابولو سره غواړي چي افغان دولت ته کاري ګزار ورکړي.

خو د طالبانو وياند په يو تليفوني تماس کي د المان ږغ راډيو خبريال ته ويلي دي چي دوئ ته نه يوازي غزني بلکي ټول افغانستان مهم دی.« غزني ځکه ډير مهم دی چي په ۲۰۱۳ کال کي پکښي د اسلامي تمدن لويه غونډه جوړيږي او دغه ولايت د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه نومول سوی، موږهڅه کووچي د دغه ولايت ډيری سيمي تر کنټرول لاندي راولو.»

په تيرو شاوخوا نهو کلونو کي غزني ته تقريباْ لس ځلي واليان او نوي امنيه قوماندانان ټاکل سوي او ګوښه سوي دي. خو امنيتي حالت يي د هري ورځي په تيريدو لا پسي خراب سوی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل