1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د زنگاوات خونړۍ پېښه ترتيب سوی پلان وو"

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات کلي اوسيدونکي وايي چي ددوى په سيمه کي تر٢٥ ډيرو کسانو ته اوښتې مرگ ژوبله قصدي اودا د يوه منظم پلان له مخي ترسره سوې ده.

https://p.dw.com/p/14JiO
انځور: picture-alliance/Photoshot

ددغه کلي په لسونو سپين ږيرو، قومي مشرانو او مخورو د کندهار په پريس کلب يا د خبريالانو په ټولنه کي د يوې غونډي پر مهال وويل چي، دا يو منظم سنجول سوى پلان وو اوپه دې پلان سوي عملياتوکي ان هوايي ځواکونو هم ونډه درلوده.

«ترسهاره پوري دوو څرخکۍ او يوې (بي ٥٢) طيارو گزمه پرکوله، له دغه بېس څخه چي دوى د شمال خواته وتلی دئ هم ئې روښاندازونه ورغورځولي دي لار ئې ورته روښانه کړې ده.»

د سيمي دغه اوسيدونکي زياتوي تردې وړاندي د يادو امريکايي ځواکونو لخوا ددوى سل کلن باغونه او کروندې يو مخ په شاړو مځکو بدلي سوې او تر څنگ ئې په مخکنيو کلونو کي هم په همدغه کلي کښي قصدي عمليات ترسره سوي دي.

د کندهار په ولايتي شورا کي د پنجوايي د خلکو استازى او قومي مشر حاجي اغالالى د ستگيرهم مني چي د زنگاوات خلگ تر سختو شرايطو لاندي ژوند کوي.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي د احتجاج پر مهال
د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي د احتجاج پر مهالانځور: dapd

د دستگير په خبره د پنځو کالو راهيسي يوازي پر دغه کلي باند ۴ځله خپلسري عمليات سوي دي او ١١٨تنه بې گناه ولسي وگړي پکښي وژل سوي دي.

«په ١٣٨٥کال کي دلته عمليات وسول ١٧کسه شهيدان سول، په ٨٦ کي عمليات وسول په هغه کي ٦٥کسان شهيدان سول، د ١٣٨٧کال په عملياتوکي٢٠کسه او دا دئ د١٣٩٠کال په وروستيو کي ١٦تنه شهيدان سول.»

نوموړى وايي که دولت او نړيوال ځواکونه وغواړي چي ددې پيښي عاملان معلوم کړي خورا اسانه ئې ځکه معلومولاى سي چي په دغه سيمه کي څارگره بوغۍ يا بالون چي تر لسو زياتي کمرې پکښي نصب دي موجوده ده او هغه ټوله سيمه کنترولوي.

په ولسي جرگه کي د کندهار د خلگو استازي عبدالرحيم ايوبي چي په ياده غونډه کي ئې له خبريالانو سره خبري کولې وويل چي د کندهار په ځانگړي ډول پنجوايي او زنگاوات خلگ نور دا ډول پيښي نسي زغملای.

نوموړي له افغان دولت، ملگري ملتونو، اسلامي کنفرانس او په ځانگړي ډول د امريکا له متحده ايالاتو څخه وغوښتل چي د پيښي عاملان، پلانوونکي او همکاران تر معلومولو وروسته د قانون منگولو ته وسپاري او ددې پوښتني ځواب افغان ولس ته ورکړي چي ولي ئې دغه بې گناه هيوادوال ووژل؟

پنجوايي ولسوالي د کندهار ښارسهيل لويديځ خواته په ٢٥ کيلومټرۍ کي پرته ده.

زنگاوات چي ياده پيښه پکښي سوې ده ددې ولسوالۍ له مرکزڅخه نزدې١٢کيلومتره ليري د سهيل خواته موقيعت لري چي دا مهال پکښي د ملي اردو، ملي اوسيمه ييزو پوليسو تر څنگ د امريکايي ځواکونو يوه لويه قرارگاه هم موجوده ده.

په مخکنيو کلونو کي د يادي ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو په واک کښي وه خو د پروسږکال په چاڼيزو عملياتو کي د پنجوايي ولسوالۍ ډېره برخه بيرته د دولت لاس ته ورغله.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل