1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: د ستراتيژيک تړون ځنډول تاوان لري

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي ویلي دي چي د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کې به ځنډ د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره جدي ستونزي پیښي کړي.

https://p.dw.com/p/14CGs
انځور: AP

زلمي خلیلزاد دغه څرگندوني تيره ورځ په کابل کي د خبريالانو يوې کوچنۍ ډلي ته کړي دي.

د امریکا او افغانستان تر منځ له څو میاشتو راهیسي د یوه اوږد مهاله ستراتیژیک تړون پر سر خبري رواني دي، خو د دغه سند پر سر يو لړ اختلافونو دغه هوکړه تر اوسه پوري ځنډولې ده.

د امريکايي ځواکونو لخوا د شپې عملیات او د بګرام په گډون په ملک کې د ټولو بهرنیو زندانونو افغاني کیدل هغه موضوع ګاني دي چې د سند د لاسليک د ځنډ سبب گرځېدلي دي.

ښاغلی خلیلزاد په دغه برخه کې ځنډ د دواړو لورو په زیان بولي. د هغه په وینا افغان حکومت باید هر څومره ژر چې ممکنه وي پر دغه سند هوکړه وکړي که نه نو د ملک ګاونډیان به له دغه واټن څخه ناوړه ګټه پورته کړي او کیدای شي چې د کابل او واشنګټن تر منځ د باور او همکارۍ فضا ته زیان ورسوي.

«دا د افغانانو او د افغان حکومت په ګټه کار نه دئ چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کې ځنډ وکړي، ځکه دلته سیمه ييزي سیالۍ رواني دي او د سیمي هیوادونه په خاصه توګه ګاونډیان غواړي په افغانستان کې لاس وهنه جاري وساتي.»

په افغانستان کې د امریکا دغه پخوانی سفیر پر داسي مهال افغانستان ته تللی دئ چې دمګړۍ د حکومت له مخالفو ډلو سره د روغي جوړي له پاره هڅي پیل شوي دي.

ښاغلی خلیلزاد وایې که چیري د ګلبدین حکمتیار او طالبانو ډلي وغواړي چي د سولي له بهیر سره یو ځای شي دا کار به نړیوالي ټولني ته دا وخت ورکړي چې په ښه توګه له افغانستان څخه ووزي.

خو هغه وايي که شرايط همداسي دوام وکړي:«نو د یوې ځانګړي مودې له پاره به د بهرنیو سرتیرو شتون ته اړتیا وي».

ډیری کارپوهان په دې باور دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د ټولو بهرنیو سرتیرو په یوه واري وتل مناسب کار نه وي.

ځکه کورني ځواکونه له څرنگه چي ئې تمه کیږي هغسي پوره قابلیتونه نه لري او ویره شته چې افغانستان به یو ځل بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل