1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ختیځ بیت المقدس د اخ و ډب په ټاټوبي بدل شوی

۱۳۸۹ مهر ۳۰, جمعه

د نړی د دري سترو دينونو دغه «سپيڅلي ټاټوبي» د دي پر ځاي چي د سولي او امن ځاي وی، هغه وخت په وخت خصوصا د يوي مياشتي را په دي خوا د فلسطيني کوچنيانو او ځوانان او د اسراييلي پوليسو تر منځ د نښتو ډګرشوي دي

https://p.dw.com/p/PlSA
فلسطيني ځوانان د اسراييلو له امنيتي ځواکونو سره د اخ او ډب په وخت کي ليدل کيږي
فلسطيني ځوانان د اسراييلو له امنيتي ځواکونو سره د اخ او ډب په وخت کي ليدل کيږيانځور: AP

ختیځ بیت المقدس د اخ و ډب په ټاټوبی بدل شوی

د نړي د دري سترو دينونو دغه «سپيڅلي ټاټوبي» د دي پر ځاي چي د سولي او امن ځاي وي، هغه وخت په وخت خصوصا د يوي مياشتي را په دي خوا د فلسطيني کوچنيانو او ځوانان او د اسراييلي پوليسو تر منځ د نښتو ډګرشوي دی.

د تقريبأ يوې مياشتي راهيسي د ختیځ بيت المقدس د سِلوان ناحيې د ټولو اعصاب ور خراب کړي ، او آرامي نه پکښي رامنځته کیږي . تقريبأ هره ورځ په دغه ناحيه کښي چی د زاړه ښار د ديوال سره موقعيت لري ، د 60 زرو فلسطينيانو او 500 يهودي ناقلينو تر منځ اخ وډب رامنځته کيږي .

زيادتره فلسطيني کوچنيان او زلميان پر اسراييلي پوليسو ، سرحدي عسکرو او پر هغو موټرانو باندي چی هلته د ناقلينو ګمان کيږي ، ډبري او اوربلونکي ټوټې ورغورځوي .

اسراييلي امنيتي قواوي هم برعکس اوښکي بهونکي ګازونه ، ربړي مرمۍ او برقي ډنډې استعمالوي .

د ورستيو نآاراميو انګيزه داده چه د سپټامبر پر22 د دغه ځای د ناقلينو د ناحيې يوه اسراييلي پيره دار سهار وختي د سِلوان دناحيې يو فلسطينی وويشت ، البته لکه څنګه چه دی وايي ، تر هغه وروسته چه د ده موټر د فلسطينيانو لخوا محاصره ، او ډبري پر واورېدې . نو تر هغه راوروسته تقريبأ هره ورځ اخ وډب رامنځته کيږي ، او فلسطينيان او حتی کوچنيان هم بنديان کيږي .

محمود منصور وايي ، کله چه دی په سِلوان کي کور ته د تګ پر وخت پر داسي کسانو باندي پيښ سو ، چه پر عسکرو يې ډبري اورولې ، بيا نو د شين بېټ د داخلي استخباراتو اجنټ ، چه په ملکي کالو کښي ؤ ، دی ونيوی .

دی وایی:

« کله چه ده زه ونيولم، نو يې پر مځکه واچولم ، او شونډه مې پرې سوه . بيا يې پر ما خپله وسله راوايسته ، اوويې ويل چه که ځان وښوروې ، ولم دي . کله چه يې د مځکي څخه راپورته کړم ، کوښښ مي وکړ ، چه وځغلم ، خو بيا بل راغی ، او زه يې په جيپ کښي بوتلم . »

کله چه د اکتوبر پر ۸ په ختیځ بيت المقدس کښي د ايلاد د ناقلينو د اتحاديې مشر داويد بيري ، په سِلوان کښي د چالانه کمرې په مخکي دوه فلسطيني کوچنيان په موټر ووهله ، چه د نورو کوچنيان سره يې يو ځای د ده پر موټر ډبري اورولې ، او د ده په قول دی د خطر سره مخامخ ؤ، نو دغه لنډه صحنه تقريبأ په ټولو عربي ټلويزونو کښي ښکاره سوه .

د اسراييلي پارلمان – کنېسيت عربي وکيل ،د کوچنيانو د حقوقو د ساتلو د کميټې د عاجلي جلسې غوښتنه وکړه ، او د پارلمان د ښی اړخه وکيلانو سره يې سختي لفظي مشاجرې رامنځته سوې .

ابز پیتر/قاسم نوری

کتونکی: قاسم نوری