ختيځ تيمور: خوزې راموس هورته په ټاکنو کې مخکې دی
۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهاعلان
ښاغلی راموس هورته دا مهال د ختيځ تيمور لومړی وزير دی او له خپل سيال کانديد فرانچسکو گوتېرس څخه ډېر وړاندې دی. ښاغلی گوتېرس په ختيځ تيمور کې د تر ټولو لوی سياسي گوند »فرېتيلين« مشر دی. د ټاکنو رسمي نتيجه ښايي چې د جمعې په ورځ اعلان شي. د ټاکنو وړونکی به په دې ډول د اوسني ولسمشر کسانانه گوسماو ځای ونيسي، څوک چې له 2002 م کال راهيسې د دې هېواد ولسمشر دی. ختيځ تيمور پنځه کاله وړاندې له اندونيزيا څخه خپلواکي اعلان کړې وه.