1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريالان: ترکيه موږ ته نيمه پرانيستی زندان دی

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعه

د ترکیې د خبریالانو ټولنې ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې ۶۴ خبریالان په زندان کې وخت تیروي. د دغه هيواد د لومړيو وزیر رجب طیب اردوغان، پر ضد د مظاهرو له پیلیدو راهیسې د خبریالانو له پاره هم د کار امکانات کم شوي دي.

https://p.dw.com/p/19Eod
A student represents the Gagged Democracy at the demonstration in front of the Paris City Hall. as a few hundred University students stage a Sit In in front of Paris City Hall, in Paris, France, Sunday 19 March 2006, to show their opposition to the protests against the French government's first job contract, that have brought about closing of Universities around the country. EPA/HORACIO VILLALOBOS +++(c) dpa - Report+++
Symbolbild Reporter ohne Grenzen 2013 Pressefreiheitانځور: picture-alliance/dpa

د ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکو د گوند مشر کمال کلیج داراوغلو، د ترکیې پر لومړي وزیر رجب طیب اردوغان باندې نیوکي کوي چې هیواد یې په یوه نیمه پرانیستي زندان باندې بدل کړی دی. داراوغلو وایي چې اوس په ترکيه کې د ژورنالیستانو له پاره کار ډیر سخت شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اردوغان مرستیال باقیر بوزاداگ، بیا دغه نیوکې ردوي او وايي چې د دغه گوند له خوا ډیر تورونه له حقیقت څخه ډیر لیري دي.

خو یوه خبره روښانه ده چې په ترکيه کې په گیزي پارک کې د مظاهرو تر پیلیدو وروسته، ډیر شمیر خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. د ترکیې د خبریالانو د ټولنې په خبره په دې ترڅ کې ۵۹ ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه ټولنه وایي چې ډیر شمیر خبریالانو د هغو رسنیو له خوا له دندو گوښه شوي دي چې د سانسور د سیاست پیروي کوي. د خبریالانو ټولنه ټینگار کوي چې د ژورنالیستانو د گوښه کیدو یو علت هم د گیزي پارک د مظاهرو په اړه د رپوټونو په څرنگوالي کې ده.

رسنې د لومړي وزیر تر فشارونو لاندي

یاوز پایدار، یو ترکی خبریال دی چې په روانه اوونۍ کې له خپلې دندې گوښه شو. هغه له نهو کلونو راهیسې د «صباح» په نوم ورځپانې کې کار کاوه. پایدار وایي چې دغي ورځپاڼې د گیزي پارک مظاهره منعکس نه کړه. هغه زیاتوي: «زما دنده دا وه چې د لوستونکو شکایتونه، نظرونه او وړاندیزونه راټول کړم، او بیا هغه په خپلو مقالو کې راونغاړم. د مظاهرو له پیلیدو راهیسې دغې ورځپاڼې زما دوې مقالې هم نه دي نشرې کړې.»

ترکی خبريال ياوز بايدار
ترکی خبريال ياوز بايدارانځور: privat

پایدار په اروپا کې د یوه لبرال لیکوال په توگه پیژندل کیږي. اروپايي ټولنې هغه د روان کال په جنوري میاشت کې د یوې وینا له پاره دعوت کړی وو. هغه په خپله وینا کې په ترکيه کې د رسنیو پر وضعیت نیوکه کړې وه. هغه د خپلې وینا په اړه وایي: «زما نیوکه ټولو ترکي رسنیو ته متوجه وه. هغوی تر ټولو مخکې د سي ان ان، الجزیرې او رویترز پر رسنیو باندې د یوې نړیوالې توطیې په توگه نیوکي کوي.»

پایدار وایي چې د صباح ورځپاڼې بیا پر آلمانۍ شپیگل رسنې باندې هم نیوکې کړې دي، ځکه دغې رسنې په خپله یوه گڼه کې خپله اصلي موضوع د گیزي پارک مظاهرې ټاکلې وې.

کله چې پایدار تر خپل اروپايي سفر وروسته بیرته ترکیې ته ستون شو، نو د لومړي ځل له پاره یې په خپلو مطالبو کې سانسور تجربه کړ. هغه وایي: «پر بهرنیو رسنیو باندې د ترکي رسنیو له خوا د تورونو د لگیدو په اړه زما مقاله چاپ نه شوه. زما وروستۍ مقاله له مدیره حیات څخه د لیکوالانو د آزادۍ او همدارنگه د دې په اړه وه چې ایا رسنې په عمومي ډول د اعتماد وړ دی او که نه. تر دې مقالې دوې ورځې وروسته زه له کاره وایستل شوم.»

پایدار وایي چې په ترکيه کې د آلمان د ARD او انگلستان BBC په توگه رسنۍ د خلکو په خدمت کې نه دي. هغه ټینگار کوي چې دغه وضعیت زورونکی دی. دغه ژورنالیست ادعا کوي چې د رسنیو دغه وضعیت د هغوی په چارو کې د لومړي وزیر د مستقیمې مداخلې په پایله کې رامنځ ته شوی دی: «د کابینې ډیر غړي له دې سره موافق نه دي چې رسنۍ دې د حکومت تر اغیزې لاندې وي. خو د لومړي وزیر غوښتې او حضور رسنۍ تر خپلې اغېزې لاندې راوستې دي.»

د ویرې له کبله د خپل ځان سانسورول

د ترکیې د خبریالانو د ټولنې په حواله اوس مهال په دغه هیواد کې ۵۶ ژورنالیستان په زندانونو کې وخت تیروي. څېړنيز خبريال احمد سيک وایي چې دغه ټول خبریالان د کاري لاملونو له کبله زندان ته استول شوي دي: «کله چې هغه مدارک او دوسیې وکتل شي چې دغه کسان یې له مخې زندان ته استول شوي دي نو ښکاري چې هغوی ډیر وخت د دوو خبریالانو د تلیفوني اړیکي، له یوې منبع سره تلیفوني اړیکې او یا هم د یوې مقالې له کبله زنداني شوي دي.»

احمد د ترکیې اوسني وضعیت ته په کتو سره وایي چې اوس به ډیره ښه وي چې ترکي خبریالان په ډله ييزه رسنیو کې کار و نه کړي. په ترکیې تر هغه وروسته د رسنیو د سانسور په اړه ډیر بحثونه رامنځ ته شول چې د دغه هیواد په گیزي پارک کي د حکومت پر ضد سختې مظاهرې وشوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب