خبرونه په متن او انځور کي
يونان ـ د مهاجرو کښتۍ د ۷۰۰ سپرلو سره اوښتې
د یوناني ټاپو کرېټا و سويل ته د مهاجرو يوه کښتۍ اوښتې چي پکښي تقريبا ۷۰۰ پناه غوښتونکي سپاره ول. بيره سته چي په دغه حادثه کي به په سلهاؤ مهاجر وژل سوي وي. د کډوالۍ نړيوال سازمان ويلي چي له حادثې د ځای څخه ۳۰۰ کسان ژغورل سوي دي. په عيني حال کي د آلمان د پرو ازيول وکيلانو او د يونان يو وکيل د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون پر ضد د اروپا د بشري حقونو په محکمه کي دعوی کړې ده.
شپيګل: په آلمان کي د بريد له پاره لس ترهګر پلان سوي ول
د آلمانۍ ورځپاڼي شپېګل د راپور له مخي د آلمان په دوسلدورف ښار کي د پلان سوي ترهګريز بريد له پاره لس بريدګر په پام کي نيول سوي ول. راپور زیاتوي چي د داعش د غړيتوب په تور د څلورو نيول سوو کسانو څخه يو آلماني پوليسو ته ويلي چي پلان جوړ سوی ؤ چي د داعش لس بريدګر به په آلمان کي پر لارويانو بريدونه کوي.
له سرپل څخه تښتول سوي ۱۷ مسافر آزاد سول
د افغانستان په سرپل ولايت کي تښتول سوي د سرويس موټر ۱۷ مسافر بېرته آزاد کړل سوي دي. د ياد ولايت وياند ذبيح الله اماني د جمعې په ورځ وويل چي دغه کسان د قومي مشرانو د هلو ځلو وروسته را آزاد کړل سوي دي. خو دغه وياند نه غوښتل چي د تښتوونکو په تړاو معلومات ورکړي. د دې څخه تر مخه افغان چارواکو د دغې تښتونې پړه پر طالبانو وراچولې وه، خو هغوی د دې مسؤليت په غاړه نه ؤ اخيستی.
يلدريم د آلمان او ترکيې تر منځ د اړيکو پر اهميت ټينګار کړی
د ترکيې صدراعظم بن علي يلدريم ويلي چي د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کي د ارمنيايانو په تړاو د پرېکړه ليک تصويبېدل به د ترکيې او آلمان تر منځ اړيکي مطلق قطعه نه کړي. نوموړي په انقره کي وويل چي دواړه هيوادونه شريکان دي. خو هغه ويلي چي طبعي خبره ده چي ترکيه به د دغه پرېکړه ليک پر ضد غبرګون وښيي.
په هند کي د پارک خالي کولو پر وخت ۲۰ انسانان وژل سوي
د هند په ښار ماتورا کي لږ تر لږه ۲۴ انسانان وژل سوي دي. دا هغه وخت کله چي پوليسو کوښښ وکړ چي له خلکو څخه هغه پارک خالي کړي چي هغوی نيولی ؤ. ځايي پوليسو د دغې پيښي پخلی کړی دی. د هندو دين يوې ډلې تر ۲۰۰۰ څخه زياتو غړو تر دوو کالو څخه زيات وخت دغه پارک نيولی ؤ. پوليسو ويلي چي د پارک د خالي کېدو د خبر ورکولو پر وخت د پارک له دننه څخه پر پوليسو ډزې وسوې چي په نتيجه کي يې وسله واله نښته رامنځ ته سوه.
وينيزويلا کي د خوراکي توکو د کمښت پر ضد احتجاجونه وسول
د وينيزويلا په هيواد کي پوليسو د احتجاج کوونکو پر ضد د اوښکي بهېونکي ګاز څخه کار اخيستی دی. دغه احتجاجونه په دغه هيواد کي د خوراکي توکو د کمښت پر ضد راپارېدلي دي. وينيزويلا د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او حزب اختلاف هڅه کوي چي د ولسپوښتني په مرسته ولسمشر نيکولاس مادورو له واک څخه ليري کړي.