خبرونه په متن او انځور کي
يوکراين د يورو ويژن د سندرو سيالي وګټله
يوکراين د يورو ويژن په نوم د سندرو سيالي وګټله. د جمالې په نوم سندرغاړې په ستاکهالم کې د «۱۹۴۴» په نوم سندرې په ويلو سره تر نورو سيالانو مخکې شوه. په دغه سندره کې د شوروي زورواکي، يوزف ستالين، په امر له کريميا څخه د تاتارانو د شړلو پېښه ياده شوې ده. دوهم مقام استراليا او دريم هغه روسيې خپل کړ. آلمانۍ سندرغاړه، جېمي لي کريويڅ تر ټولو شا ته ځای خپل کړ.
د ونزويلا ولسمشر غواړي چې فابريکې ظبط کړي
د ونزويلا ولسمشر، نيکولاس مادورو غواړي غيرفعاله فابريکې ظبط کړي او مالکين يې ونيسي. دغه خبره مادورو وکړه. دغه سوسياليستي ولسشمر د راتلونکو اوونيو له پاره د پوځي مانورونو اعلان هم وکړ. د جمعې به ورځ مادورو د جنوري راهيسې جاري بېړنی حالت ۶۰ ورځې تمديد کړی وو. د اپوزيسيون مشران ورباندې تور لګوي چې د اقتصادي خراب حالت څخه دی ګټه پورته کوي څو خپله پيسې لاس ته وروړي.
د بغداد په شمال کې د داعش ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي
د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې په يوه ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۱ انسانان وژل شوي دي. د پروپان ګاز د يوې فابريکې په انګړ کې د ګازو درېو زېرمو ته د پوليسو په وينا اور ورته شوی وو. د «اسلامي دولت» په نوم تندلارې ډلې د بريد پړه منلې ده. داعش د عراق يوه برخه په ولکه کې لري. يوازې په تېره اوونۍ کې د داعش د بريدونو په ترڅ کې په عراق کې تقريبا ۱۰۰ انسانان وژل شوي.
د داعش ځانمرګي په عراق کې پوليسو ته جلب شوي کسان ووژل
د يمن په جنوب کې يوه ځانمرګي بريدګر لږ تر لږه ۲۵ کسان چې پوليسو ته جلب شوي ول، وژلي دي. په بندري ښار المُکلا کې ترسره شوي بريد د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۲۵ انسانان ژوبل کړي هم دي. د «اسلامي دولت» په نوم تندلارې ډلې د بريد پړه منلې ده. په اپريل مياشت کې امنيتي ځواکونو د حَضَرمَوت ولايت مرکز له تندلارې القاعدې ډلې څخه نيولی وو.
د سوريې په ختيځ کې د روغتون په سر جګړه دوام لري
د سوريې په لويديځ کې د عراق پولې ته څېرمه د ترهګرې داعش ډلې او پوځ تر منځ د يوه روغتون په سر جګړه دوام لري. د شنبې په ورځ د فعالينو د څرګندونو له مخې داعش په دير الزور کې پروت دغه روغتون نيولی وو. طبي کارکوونکي يې بيا يرغمل شوي ول. د بشري حقونو له پاره د سوريې د څار سازمان ويلي دي چې حکومتي ځواکونو دغه ودانۍ د ماښام پر مهال بېرته نيولې ده. په دغو نښتو کې ۳۵ عسکر او ۲۴ د داعش جنګيالي ووژل شول.