خبرونه په متن او انځور کي
د ترکي عسکرو او کوردي ياغيانو تر منځ نښتو کي ۳۰ وژل سوي
د کوردستان د کرګر ګوند پي کې کې پر مورچلونو د ترکيې د پوځ په عملياتو کي تقريبا ۳۰ ترکي عسکر او کوردي ياغيان ويل سوي دي. ترکي پوځ ويلي چي يوازي د هکاري په ولايت کي واقع د جوکُرجا و پوځي مقر ته نژدې په نښتو کي شپږ ترکي عسکر وژل سوي. ويل سوي چي دوه نور عسکر د هغې څرخي الوتکي په حادثه کي وژل سوي، چي غوښتل يې ترکي عسکرو ته مرسته ورسوي. زياته سوې چي د پي کې کې ۶ غړي هم وژل سوي دي.
د اُتريش د اورګاډو رئيس د اُتريش صدراعظم کيږي
د اُتريش په هيواد کي د دغه هيواد د اورګاډو د فدرالي شرکت رئيس، پنځوس کلن کريستيان کېرن صدراعظم کيږي. د اُتريش د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس ميشايل هويپل ويلي دي چي کريستيا کېرن به د ياد ګوند رتلونکی رئيس سي. د اُتريش د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند مخکني رئيس وېرنر فېمان د دوشنبې په ورځ له صدراعظمۍ او په همدې ډول د ګوند له رياست څخه استعفی ورکړې وه.
د آلمان پارلمان د مغرب درې هيوادونه خوندي وبلل
د جمعې په ورځ په پارلمان کي پر هغه مسوده رايي واچول سوې، چي له مخي يې بايد د المغرب هيوادونه د خوندي هيوادونو په ليست کي شامل سي. د المغرب مطرح درې هيوادونه الجزاير، مراکش او تونس دي. د شمالي افريقا د يادو درو هيوادونو د خوندي هيوادونو په ليست کي د شاملولو په حق کي د پارلمان ۲۲۴ استازو او پر خلاف يې ۱۴۳ استازو خپلي رايي وکارولې.
و يوناني ټاپوګانو ته د مهاجرو په راتګ کي ۹۰ سلنه کموالی راغلی
و اروپايي اتحاديې او د ترکيې تر منځ د مهاجرو د بجران په تړاو د تړون د عملي کېدو راهيسي و يونان ته د بناه غوښتونکو به ورتګ کي کموالی راغلی دی. د اروپايي اتحاديې د فرونتېکس په نوم سرحد ساتي ادارې ويلي دي چي د اپريل په مياشت کي ۲۷۰۰ نوي مهاجر په يوناني ټاپوګانو کي ثبت سوي دي. زياته سوې چي په دې توګه د مارچ په پرتله د مهاجرو په ورتګ کي د ۹۰ سلنې کموالی راغلی دی.
نړيوال وجهي صندوق له برېکزيت څخه خبرداری ورکړی دی
نړيوال وجهي صندوق ويلي دي چي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې ممکنه وتنه يا برېکزيت به د بريتانيې د اقتصادي ودي سرأت په ښکاره توګه راکم کړي. د ياد صندوق رئيسي کريستين لاګارد په لندن کي وويل چي د برېکزيت په صورت کي به د بريتانيې د اقتصاد له پاره پايلي له خرابو څخه نيولې تر بيخي ډيرو خرابو پوري عواقب ولري.