خبرونه په انځور کې
په مسکو کې د اروپا تر ټولو ستر مسجد پرانیستل شو
د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په موجودیت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو مرکزي مسجد یو ځل بیا پرانیست. پوتین ویلي دي چې «مسجد هغه ځای دی چېرې چې د بشر پالنې مفکورې او دغه راز د اسلام واقعي ارزښتونو تبلیغ کیږي.» هغې په دې ترڅ کې افراطي ډلې «اسلامي دولت» باندې نیوکه وکړه چې د اسلام غلط انځور وړاندې کوي.
د پارلمان د اجازې پرته د آلمان پوځ ته د ماموریت اجازه
د آلمان حکومت په عاجلو پیښو کې د پارلمان د تصویب پرته د یوه بهرني وسله وال ماموریت د تر سره کولو اجازه لري. دغه پریکړه په کارلز روهه کې د آلمان د اساسي قانون د ساتنې محکمې کړې ده. دغه څه د « ځنډ شوي خطر» په برخه کې صدق کوي. د محکمې د قاضیانو په خبره، کله چې دغه ماموریت بشپړ شي، نو حکومت باید پرته له ځنډ څخه د خپلې پریکړې اساس او د دغه ماموریت د بهیر په هکله پارلمان ته معلومات ورکړي.
حاجیان د حج مراسم تر سره کیږي
په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو مراسم پیل شوي دي. حاجیان نن سهار وختي له مینا څخه دعرفات غونډۍ ته لاړل چیرته چې هغوی تر لمر لویدو پورې هلته پاتې کیږي. په دغه ځای کې د حاجیانو له پاره خیمې درول شوي دي، چیرې چې هر کال د دوه میلیونه د مسلمانانو د ورتگ اټکل کیږي. د دغې سترو مذهبي مراسمو د تنظیمولو له پاره امنیتي ځواکونه پر دنده گمارل شوي دي.
د کډوالو د ویش په موضوع کې سلواکیا د اروپا محکمې ته رجوع کوي
سلواکیا غواړي چې په اروپا کې د ۱۲۰ زرو کډوالو د ویش په هکله د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو له لوري د رایو په اکثریت سره د تصویب شوې پریکړې پر ضد د اروپا اتحادیې محکمې ته رجوع وکړي. د سلواکیا د حکومت مشر روبیرت فیکو، د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې حکومت به په دې هکله پر اقداماتو لاس پوری کړي.
فرانیسې پر مصر دوه جنگي بیړۍ پلورلي
فرانسې د روسیې له پاره په پام کې نیول شوې دوه مسترال، نومې جنگي بیړۍ پر مصر پلورلي دي. د پاریس له لوري ویل شوي دي چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي دغه معامله کړې ده. خو دا چې په څومره بیه بیړۍ پلورل شوي دي، په دې هکله څه نه دي ویل شوي. د اوکراین د کړکیچ له کبله د فرانسې او روسیې تر منځ دغه معامله ناکامه شوې وه.