خبرونه په انځور او متن کي
يوې سختې زلزلې په تايوان کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل
په تايوان کې د يوې سختې زلزلې له کبله لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول. د ۶،۴ په کچه ټکانونو له کبله په پلازمېنه تاينان کې د دغه ټاپو په جنوب کې يو شمېر لوړ تعميرونه ونړېدل. د اطفايې د يوه وياند په حواله يوه ښځه، يو نارينه او يو کوچنی ماشوم د يو ۱۶ پوړيز جګ تعمير په کنډواله کې مړه شوي دي. ۳۰۰ تنه ټپيان روغتونونو ته يوړل شول. ژغورونکو ځواکونو په ژوندي پاتې شويو پسې لټون ته دوام ورکړ.
لا زيات سوريايان له جنګونو څخه ترکيې ته تښتي
په سوريه کې د حاکم رژيم د ځواکونو د پرمختګ په درشل کې د راټوکېدلو جګړو له کبله په زياتېدونکې کچه سوريايان د حلب سيمې څخه ترکيې ته تښتي. د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو د انسجام دفتر ويلي دي چې څه نا څه ۳۰۰۰۰ سوريايان د ترکيې له خوا د تړل شوې پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي دي. د ترکيې حکومت له دغې سيمې څخه د ۷۰۰۰۰ کډوالو سره حساب کوي.
امريکا او چين د شمالي کوريا د توغنديو د ازموينې پلانونه پارونکي بولي
د هايدروجني بم د شکمنې ازموينې يوه مياشت وروسته شمالي کوريا نړيواله ټولنه يو ځل بيا پارولې ده. د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه چينايي سيال، شي جينپينګ د شمالي کوريا له خوا د توغنديو د ازموينې د نويو پلانونو په اړه اندېښنه ښکاره کوي. د امريکا متحده آيالاتو د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چې د دواړو هېوادونو مشرانو په يوه تليفوني اړيکه کې دغه راز کار «د بې ثباتۍ کړنه» وبلله.
پاپ غواړي چې له زرو کلونو وروسته خپل روسي سيال وويني
د کليساګانو تر وېشنې کابو زر کاله وروسته به په لومړي ځل يو کاتوليکي پاپ او د هغه روسي ارتودوکس سيال سره وويني. د پاپ فرانسيس او روسي ارتودوکس مشر، کيريل، ليدنه کتنه د راتلونکې جمعې له پاره په کيوبا کې پلان شوې ده.
تويتر د تروريستي محتوياتو له کبله ۱۲۵۰۰۰ اکاونټونه بند کړل
د متحده آيالاتو آنلاين پاڼې تويتر د خپلو څرګندونو له مخې د ۲۰۱۵ کال د نيمايي راهيسې تقريبا ۱۲۵۰۰۰ اکاونټونه د «تروريستي محتوياتو» له کبله تړلي دي. په دغو اکاونټونو کې د تروريستي اعمالو ګواښ شوی و يا ورته لمن وهل کېدله. شرکت دا هم وويل چې په اکثره مواردو کې تبليغاتو په «اسلامي دولت» نومې جهادي ډلې پورې اړه درلوده.
پېګيدا په ټوله اروپا کې د اسلام مخالفين په ځان راغونډوي
په آلمان کې د پېګيدا غورځنګ او د اروپا له نورو هېوادونو څخه د اسلام مخالفو ډلو په دغه شنبه د ګډو پېښو او لاريونونو له پاره بلنه ورکړې ده. د «اروپايي قلعه» تر شعار لاندې د اروپا په څه باندې لسو ښارونو کې مظاهرې پلان شوې دي. د آلمان د پېګېدا غورځنګ لاریون به په درېسدن ښار کې تر سره شي چېرته چې د ۱۰۰۰۰ لاريون کوونکو د ورتللو انتظار کيږي. پوليس اټکل کوي چې په سوونو خلک به تاوتريخوالي ته لېواله هم وي.
د آلمان سوسيال دموکرات ګوند د پناه له دويمې بستې سره مخالفت لري
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند په پارلماني فراکسيون کې داسې ښايي چې د پناه د دويمې بستې په وړاندې مخالفت موجود وي. د آلمان د آي ار دي تلويزيون د پلازمېنې د ستوديو د يوه خبر له مخې، خبره پر هغو مقرراتو څرخي يعنې دا چې د هغو کډوالو له پاره چې محدوده پناه ورکول کيږي، به د کورنيو د راوستلو اجازه دوه کاله وځنډول شي.