خبرونه په انځور او متن کي
داعش ضد ټلواله د يو مهم بند نيولو خبر ورکوي
د سوريايي کردانو او عربي ياغيانو د ډلو تر منځ ټلوالې چې د امريکا متحده آيالات يې ملاتړ کوي د داعش له جنګيالانو څخه د سوريې په شمال کې پروت تشرين نومی د اوبو ستراتيژيک مهم بند نيولی دی. د الفرات سيند د پاسه لاره اوس «د سوريې د دموکراتو ځواکونو» په لاس کې ده. د اوبو د دغه بند د پاسه اکمالاتي لاره د «اسلامي دولت» له پاره ډېره مهمه وه چې د بغداد او الرقه تر منځ پرته ده.
د داعش مشر بغدادي اسرائيلو ته ګواښ وکړ
د سُني تروريستي «اسلامي دولت» ډلې مشر، ابو بکر البغدادي ده ته منسوب غږيز پيغام کې په سعودي عربستان کې پاڅون ته بلنه ورکړې ده او په اسرائيل کې يې د بريدونو اعلان کړی دی. که په انترنېټ کې خپور شوی دغه غږيز پيغام اصلي وخيژي، نو به د اوو مياشتو راهيسې چې داعش په سوريه او عراق کې د شاتګ په حال کې دی، لومړی دا شان پيغام وي..
د آلمان پوځ د سوريې د کړکېچ له کبله نوی ماموريت پيل کړ
د ترکيې د ملاتړ له پاره ناټو په موقت ډول يو څو د آواکس په نوم اکتشافي الوتکې د آلمان له ګايلنکيرشن څخه د ترکيې قونيې ښار ته استوي. لکه څنګه چې اوس وويل شول د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو له کريسمس لږ د مخه پارلمان په يو مشترک خط کې د آلمان پوځ له ماموريت څخه خبر کړ. د آواکس الوتکو څو ملتي عمله ۱۶ عسکر رانغاړي چې ۳۰ سلنه يې آلمانيان دي.
شويبله د اروپايي پوځ جوړولو پلوي کوي
د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله د کډوالو د کړکېچ له کبله د اروپايي هېوادونو له خوا د پوځي ماموريتونو له پاره د زياتو لګښتونو انتظار لري. شويبله د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې «موږ بايد د مشترکو اروپايي دفاعي چارو له پاره زيات لګښتونه ولرو.» په دې موخه بايد د ده په خبره د اروپايي ټولنې بهرنی او دفاعي سياست ګام په ګام يو ځای او په پايله کې مشترک اروپايي پوځ جوړ شي.
آلماني سمندري ځواک تر اوسه ۱۰۰۰۰ کډوال ژغورلي دي
د آلمان سمندري ځواک د ليبيا مديترانه ساحل په اوږدو کې ۵۳۹ نور انسانان وژغورل چې په خرابو کښتيو کې سپاره ول. د آلمان پوځ يوه وياند وويل چې ۵۰۵ نارينه، ۳۰ ښځې او څلور ماشومان د «برلين» په نوم اکمالاتي کښتۍ ته ورپرېښودل شول. آلماني سرتېرو په می مياشت کې خپل ماموريت پيل کړی و. تر اوسه يې دقيقا ۱۰۵۲۸ کډوال ژغورلي دي.
د پاکستان لوی درستيز راحيل شريف کابل ته ورسېد
د پاکستان لوی درستيز په يکشنبه کابل ته ولاړ. د سفر موخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د په ټپه ولاړو خبرو اترو بيا شروع کېدل په ګوته شوي دي. د پاکستاني پوځ وياند وويل چې شريف په «رښتينولۍ او خوشبينۍ» سره افغانستان ته سفر وکړ څو د افغان سولې بهير په اړه او د سرحد د ساتنې په اړه خبرې وکړي. د شريف سفر په اسلام آباد کې د يوې سيمه يزې غونډې دوې اوونۍ وروسته تره سره کيږي.