خبرونه په انځورونو کي
پاکستان په ۱۵ کلنې کې په مرگ محکوم ځوان اعدام کړ
په پاکستان کې نن سه شنبې د شفقت حسین په نوم هغه ځوان اعدام شو چې په ۱۵کلنۍ کې د مرگ په سزا محکوم شوی وو. د فرانس پریس خبري آژانس په حواله هغه نن سهار وختي د کراچۍ په یوه زندان کې وځړول شو. شفقت حسین ښايي په ۲۰۰۴م کال کې یو ۷ کلن هلک وژلی وو. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او پر چارواکو یې تور لگولی دی چې حسین یې د شکنجې په زور اعتراف کولو ته مجبوره کړی وو.
امریکا په سوریه کې د یاغیانو پر سنگرونو بمبار کړي
امریکا متحدو ایالتو د سوريې له هغو یاغیانو سره په هوايي بريدونو سره مرسته کړې ده چې په امریکايي کمپونو کې روزل شوي ول. د پنتاگون د معلوماتو پر اساس دغه بریدونه د جمعې په ورځ د افراطي ډلي «النصره جبهې» پر سنگرونو شوي دي چې موخه یې د «نوي سوریې» د ډلي ساتنه وه. پر دغي ډله تر دې دمخه «النصره جبهې» يرغلونه کړي ول.
په يمن کي د يوې مهمي پوځي اډې د بيرته نيولو عمليات
د یمن حکومتي ځواکونو له حوثي ياغيانو څخه د مهمې پوځي اډې «العند» د بیرته نیولو ستر عملیات پيل کړي دي. د یمن د پوځ یوه چارواکي وویل چې په زرونه عسکر او ملیشې چې په ټانکونو او زره دارو نقلیه وسایلو سنبال دي، د دغه مهمې ستراتیژیکي اډې په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي. د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف جنگي جټ الوتکې د دغو عملیاتو هوايي ملاتړ کوي.
د اوباما د اقلیم ساتني پلان پر وړاند مقاومت
د امریکا متحدو ایالتو د ولسمشر بارک اوباما د گلخانه يي گازونو له اثر سره د مبارزې د اقلیم ساتنې هدفونه ښايي له سخت مقاومت سره مخامخ شي. د امریکا ډېرو ایالتونو د دې پر ضد د دعوو اعلان کړی دی. جمهوري غوښتونکي دغه پلان له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي. د اوباما د اقلیم ساتني د پلان له مخې باید په امریکا کې علاوه پر نورو د برېښنا د تولید له ستگاو څخه د کاربن دای اکساید د اخراج یو پر دریمه برخه لږ شي.
کوسوو د جنگي جرمونو د غچ اخیستني محکمه جوړوي
د کوسوو پارلمان د خپلواکۍ جگړې پر وخت د ترسره شویو جنگي جرمونو د بر رسۍ په موخه د یوې ځانگړې محکمې جوړول تصویب کړل. د پارلمان له۱۲۰ استازو څخه ۸۲ تر یوه تاوده بحث وروسته په اساسي قانون کې د بدلون په موخه دغه اړیني رايي ورکړي دي. دغه ځانگړې محکمه به د مرگ، تښتونې، بې ځایه کولو، جنسي تیري او د کلیساوو د ویجاړولو، مخدره موادو د قاچاق او همدا راز د بندیانو د بدن د غړو تجارت د پیښو څېړنه کوي.