خبرونه له متن او انځور سره
آلمان د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د تړون هرکلی کړی
د آلمان حکومت د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولي د تړون د لاسليک کېدو هرکلی کړی دی. د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند په برلين کي ويلي دي چي دغه توافق چي لا تر اوسه د ولسمشر اشرف غني او د ګلبدين حکمتيار له خوا نه دی لاسليک سوی، د افغانستان د سياسي وضعې له پاره مثبت ګام دی.
د سوريې د اوربند په هکله خبري اتري ناکامه سوې
د سوريې د اوربند به تړاو د روسيې او د امريکا د متحده ایالاتو تر منځ خبري اتري بېله کومې نتيجې پای ته ورسېدې. دواړه هيوادونه په نيويارک کي د سوريې د ملاتړو به کانفرانس کي په دې تړاو و يوې موافقې ته په رسېدو کي پاته راغلل. د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتافان دې مېستورا د دغو خبرو اترو وروسته د «مشکلې او مايوسه کوونکې» غونډي څخه خبره وکړه.
پر حلب سخت بريدونه سوي دي
د سوريې رژيم پر کلابند ښار حلب نوي درانه هوايي بريدونه کړي دي او غواړي په دې توګه پر مځکه د دغه ښار پر لور د عسکرو پيش قدمي چټکه کړي. لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چي د ماخستن څخه تر سهار پوري پر حلب لږ تر لږه ۳۰ هوايي بريدونه سوي دي. زياته سوې چي د سوريې د رژيم هوايي ځواک په هوايي بريدونو کي له بېلري بمونو څخه کار اخلي او په دغو هوايي بريدونو کي له روسيې څخه ملاتړ تر لاسه کوي.
د پاريس ترهګرو ته د وسله رسولو تورن اعتراف وکړ
و ترهګرو ته د وسله رسولو په تور تورن يو کس د آلمان د مونشن په يوه محکمه کي په دې اقرار کړی چي په خپل موټر کي کلاشينکوفونو او نورو وسلو د شتون په هکله خبر ؤ. څارنوالان پر دغه کس تور لګوي چي د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په مياشت يې هڅه کړې وه چي و پاريس ته د وسلو ډک يو موټر ورسوي. دا په پاريس کي د ترهګرو بريدونو څخه څو ورځي تر مخه.
راپور: د آلمان پوځ په لومړي ځل په سايبر ساحه کي عمليات کړي
د آلمان پوځ د لومړي ځل له پاره په انټرنټ يا سايبر ساحه کي تعرضي عمليات کړي دي. د «شپيګل» د راپور پر اساس پوځ د ۲۰۱۵ کال په مني کي لا په افغانستان کي د موبايل تليفون د يو شرکت کمپيوتري قلفونه مات کړي او ورڅخه د آلماني پرمختيايي مرستندويانو په تړاو معلومات کاپي کړي ول. د راپور له مخي دا لومړی ځل ؤ چي د Computernetzkoperationen په نوم د آلمان د پوځ دغې څانګې په سايبر ساحه کي عمليات وکړي.