خبرونه له انځور او متن سره
خبرونه له انځور او متن سره
ولسمشر غني او حکمتیار د سولې تړون لاسلیک کړ
افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک کړ. دغه تړون په کابل کې د ولسمشر غني له خوا، او د ویدیو کنفرانس له لارې د حکمتیار له خوا لاسلیک شو. ولسمشر غني او حکمتیار دواړو پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د جګړې په عوض، د سیاسي مبارزې له لارې خپلو اهدافو ته د رسیدو هڅې وکړي.
د کشمیر په سیمه کې نوې نښتې شوې دي
د هندوستان د دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې تیره شپه هندي پوځ د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو اډو ته سخت زیانونه رسولي دي. دغه عملیات دوه اوونۍ مخکې د هندوستان تر ولکي لاندې کشمیر کې د یاغیانو په یوه برید کې د ۱۸ هندي سرتیرو د وژل کیدو په ځواب کې ترسره شوي دي. هندوستان د دغه بريد پړه د جیش محمد پر ډلې باندې اچوي. نواز شریف د هندوستان نوی برید بې دلیله او بربنډ پوځي تاوتریخوالی بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان سوډان د کیمیاوي وسلو په کارونې تورن کړ
د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې احتمال دیر دی چې د سودان دولت دې د جنورې میاشتې راهیسې د درافور په جیبل مارا، سیمه کې د کیمیاوي وسلو ۳۰ بریدونه ترسره کړي وي. دوو کارپوهانو ویلي دي چې دغه بریدونه ښايي، د سوځوونکي ګاز په واسطه ترسره شوي وي. د بشري حقونو دې سازمان ویلي دي چې د دغو کیمیاوي وسلو د ګازونو له کبله شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي.
په ترکیې کې اضطراري حالت غځیږي
د ترکیې د امنیت ملي شورا، به په دې هیواد کې د جولای میاشتې تر ناکامې کودتا وروسته رامنځ ته شوی اضطراري حالت، لا پسې وغځوی. تر دې مخکې هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، دې موضوع ته اشاره کړې وه. اردوغان د روان کال د جولای په ۲۰مه نیټه په خپل هیواد کې اضطراري حالت اعلان کړ. هغه ویلي وو چې د دې حالت اعلانول به له چارواکو سره مرسته وکړي چې په کودتا کې د ښکیلو کسانو پر وړاندې ګړندي اقدامات وکړي.
پاپ فرانسیس د سوریې د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، له نړیوالو مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د منځیني ختیځ له جګړې مخ وا نه ړوي، او په دې سیمه کې د سولې د راوستلو په موخه نوې او پراخې هڅې وکړي. پاپ فرانسیس دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په هغې غونډې کې وکړې چې د سوریې، عراق او د نورو هیوادونو له جګړه ځپلو وګړو سره د مرسته کولو په موخه جوړه شوې وه.
د بشري حقونو عراقۍ فعالې جایزه وګټله
د ناروې د بشري حقونو رفتو جایزه عراقۍ ینار محمد ته ورکړل شوه. د جایزې ژورې هیات وویل چې د بشري حقونو دغې فعالې ته د جنسي تیریو له قرباني ښځو او لږکیو سره د مرستو له کبله دا جایزه ورکړل شوې ده. ۵۵ کلنه ینار محمد، ژورنالیسته ده او په عراق کې د بشري حقونو له پاره مبارزه کوي. هغه په عراق کې د ښځو د آزادي سازمان مشره ده.