1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الفواز، پر امریکایي سفارتونو د بریدونو له پاره گرم وگڼل شو

Afp, dpa۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه

د افراطي ډلې «اسلامي دولت» تر څنگ، د القاعدې ترهگرې شبکې بریدونه هم په نړیواله کچه د انديښنې وړ دي. اوس په امریکا کې یو کس د دوو وحشتناکو بریدونو د تر سره کیدو له پارم په محکمه کې گرم گڼل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Eiba
انځور: Reuters

کابو ۱۷ کاله وروسته په ختیځي افریقا کې د امریکا متحده پر دوو سفارتونو باندې د سختو بریدونو د تر سره کیدو وروسته يو کس په نیویارک کې د دغو بریدونو تر شا د لاس درلودلو له پاره محکوم شوی دی. د خالد الفواز، په ټولو ۲۹ تورونو چې ورباندې گلول شوي وو، د منصفه هیئت له لوري د محاکمې تر پنځه اوونیز بهیر وروسته گرم گڼل شوی دی. منصفه هیئت خالد الفواز، د امریکايي وگړو د وژل کیدو د توطیې یوه برخه گڼي.

۵۲ کلن خالد الفواز ته چې د سعودي عربستان تبعه دی، د روان میلادي کال د می میاشتې پر ۲۱ نېټه جزا اورول کیږي. څارونکي داسې اټکل کوي چې ښایي هغه ته د عمري بند سزا ورکړل شي.

د ۱۹۹۸م کال د اگست میاشتې پر اوومه نېټه په کینیا او تانزانیا کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفارتونو باندې د بریدونو په ترڅ کې تر ۲۲۰ زیات کسان ووژل شول او شا او خوا ۴۰۰۰ کسان بیا ټپیان وو. په قربانیانو کې ۱۲ امریکایي وگړي هم شامل وو.

له نورو سره د محکمې پر وړاندې

د دغو بمي بریدونو له پاره د القاعدې شبکې د وژل شوي پخواني مشر اسامه بن لادن په شمول تر شلو زیات کسان تر تعقیب لاندې وو. د دغو کسانو له ډلې څخه زیاتره یې په پاکستان او افغانستان کې وژل شوي دي، یو شمیر یې په متحده ایالاتو کې محاکمه شوي خو ځینې شکمن کسان لا هم نه دی نیول شوي.

د کینیا په پلازمینه نایبروبي کې د امریکا پر سفارت چاودنې ډیرې کسانو ته مرگ ژوبله اړولې وه.
د کینیا په پلازمینه نایبروبي کې د امریکا پر سفارت چاودنې ډیرې کسانو ته مرگ ژوبله اړولې وه.انځور: picture-alliance/dpa

په لومړي سر کې د الفواز تر څنگ لیبیایي ابو انس اللیبي، مصری عادل عبدالباري هم محکمې ته وړاندې شوي وو. اللیبي د جنورۍ په میاشتې کې د جگر د سرطان له کبله ومړ. باري لا تر مخه د سپتمبر په میاشتې کې گرم وگڼل شو او د فبرورۍ میاشتې پر شپږمه نېټه د ۲۵ کلونو د بند پر سزا محکوم شو.

د څارنوال له لوري د قضایي سیستم ستایل

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې الفواز د القاعدې د مخکښو مشرانو څخه شمیرل کیږي او د ډیرې مودې له پاره یې په لندن کې د القاعدې د څانگې مسوولیت پر غاړه لاره. ویل کیږي چې دی د بن لادن له اعتمادي کسانو څخه وو. زیاته شوې ده چې ده د دغه ترهگرې شبکې په مجهزولو کې هم لاس لاره، د بېلگې په توگه هغه بن لادن ته د سټلایټ ټلیفون برابر کړی وو. الفواز چې په ۲۰۱۲م کال کې له بریتانیې څخه امریکا متحده ایالاتو ته انتقال کړل شوی، په دغه محاکمه کې یې پر خپلې بې گناهۍ ټینگار کاوه.

څارنوال پریت بهارا، د الفواز د گرم گڼل کیدو هرکلی کړی دی. هغه ویلي دي چې تورن کس «د امریکا پر ضد د القاعدې په وژونکي توطیه کې پریکړنده نقش لاره.» په عین وخت کې هغه د متحده ایالاتو قضایي سیستم ستایلی دی چې تورن کس ته یې د یوې عادلانه محاکمې زمینه برابره کړه.