1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت ضد احتجاجونو فرانسه فلج کړی ده. ولی؟

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

په فرانسه کې د تقاعد په سيستم کې د اصلاحاتو په وړاندې احتجاجي لاريونونه دوام مومي. د دغو اصلاحاتو له مخې به د تقاعد عمر له اوس مهال 60 کالو څخه 62 کالونو ته لوړ شي.

https://p.dw.com/p/PirN
په فرانسه کی مظاهری
په فرانسه کی مظاهریانځور: picture-alliance/dpa

په تېره بيا د الوتکو او اورګاډيو په تګ راتګ کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي. په سلګونو زره انسانان کوڅو ته راوتلي دي. په نانتېر، يعنې د پاريس ښار په اطرافو کې نښتې وشوې، ځوانان پر پوليسو باندې بوتلونه او ډبرې واورولې. امنيتي ځواکونه په ځواب کې ورباندې اوښکې بهونکی ګاز شيندي.

په ليون کې هم ډېرې ستختې نښتې وشوې، په لې مانس کې حتی يو ښوونځي ته اور ورته شو. پراخ لاريونونه وار په وار د تاوتريخوالي پر پېښو اوړي. د فرانسې حکومت د خطر زنګ وهلی دی. د عدليې وزيره ميشل اليو ماري وايي:

«زه په واضح ډول وايم: زموږ په هېواد کې د اعتصاب او احتجاج کولو حق شته، سمه ده. خو د تاوتريخوالي او ناکرارۍ د رامنځته کولو حق نشته.»

د کارګرانو د اتحاديو لخوا په لاره اچول شويو سوله ايزو مظاهرو ورو ورو د تاوتريخوالي او عمومي اعتصاب بڼه غوره کړې ده. په کوڅو کې کثافت پروت دی ځکه چې د تنظيفاتو کارکونکو هم په اعتصاب لاس پورې کړی دی. سربېره پر دې د تېلو پمپونه (ټانکونه) هم د تېلو له کمبود سره مخامخ دي. ځکه نو ولسمشر سارکوزي غواړي چې د تېلو د لويو زېرمو په شاوخوا کې راغونډ شوي لاريون کونکي په زور سره وشړي.

د اورګاډيو او يا الوتکو د لارې سفر کول هم ناممکنه کار دی. عمومي تمځايونه او هوايي ډګرونه خپل عادي فعاليت ته دوام نه شي ورکولای.

هغه هوايي کرښې چې الوتکې يې لا فرانسې ته پروازونه لري، له ځانه سره په کافي ډول تېل راوړي، ځکه چې په فرانسه کې د سوند مواد او تېل کم شوي دي.

د موټرو چلونکي هم دغسې ورته ستونزې لري. اکثره د تېلو ټانکونه بند دي او يا تېل نه لري.

خو د ګډوډيو سره سره ډېرۍ فرانسويان له دغو پراخو لاريونونو څخه ملاتړ کوي، لکه دغه ښځه چې وايي: «د اورکاډيو چلونکي، د تنظيفاتو کارکونکي، نرسانې، معلمان، کارګران او مامورين بايد ټول سره يو ځای ودرېږو. اګر چې نن هر څه په ټپه ولاړ دي، خو خپل ژوند ته بيا هم دوام ورکړو.»

داسې ويل کيږي چې د فرانسې ولسمشر په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی او غواړي چې د تقاعد په برخه کې اصلاحات د احتجاجونو سره سره پلي کړي. دا په داسې حال کې ده چې د کارګرانو اتحاديې په خپل وار قصد لري چې لاريونونه لا پسې وغځوي او پر حکومت باندې فشار راولي

تیم یانسکی/ نسیم صابر

کتونکی: عبدالباری حکيم