1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حکومت او طالبانو د غوښتنو لیستونه تبادله کړي»

حسین سیرت۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان د حکومت پلاوي چې د طالبانو له استازو سره یې په اسلام آباد کې خبرې کړي دي، د هغې جزئیات د افغانستان له خلکو سره شریک کړل. دا لومړی وار دی چې حکومتي پلاوی له طالب استازو سره رسمي خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/1FvW9
انځور: AP

د حکومتي پلاوي په باور د سولې د ټینگښت له پاره د طالب استازو حضور، له طالبانو سره د رسمي خبرو اترو پیل، د دواړو اړخونو د غوښتونو د فهرست جوړول او له اختر څخه وروسته بیرته خبرې پیلول هغه لاس ته راوړنې دي چې د دغې لیدنې کتنه په نتیجه کې لاس ته راغلي دي.

ویل شوي دي چې د دواړو پلاوو خبرو اترو څلور ساعته دوام وکړ. د افغانستان حکومت وایي چې د دغه خبرو اترو په هکله «ملي اجماع» وجود لري. تر دې دمخه هره غونډه چې به د مذاکراتو تر نامه لاندې تر سره کیده، طالبانو به هغه د یوې اعلامیې په نشرولو سره ردوله، خو دا وار طالبانو دغه مذاکرات نه دي رد کړي.

د سولي د عالي شورا غړي حاجي دین محمد، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت کرزي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال استازي فیض الله ذکي، د اجرائيه رئیس د دوهم مرستیال استازي محمد ناطقي او همداشان د حکومت د اجرائیه رئیس استازي انجنیر عاصم په پاکستان کې له طالبانو سره په خبرو اترو کې حضور درلود. هغوی د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دغې ناستې د جزئیاتو په هکله خبریالانو ته معلومات ورکړل.

حکمت کرزي، په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو د خپلو غوښتونو لیست مطرح کړی دی: «د بندیانو مشکلات، د ملگرو ملتونو د تور لیست ستونزې او د بهرنیو ځواکونو حضور وو. په دغه فهرست کې ټولې هغه ستونزې چې هغوی لرلې، ځای پر ځای کړی شوي دي.»

د اختر په ورځو شپو کې اوربند

په دغه خبري ناسته کې د افغان حکومت استازو د باور د رامنځ ته کولو پر سر ټینگار وکړ. د افغانستان په جگړه کې اوربند یو له غوښتنو څخه وو، خو د افغان حکومت پلاوی وایي چې دواړو اړخونو پر دې باندې توافق کړی دی چې د اخترو په ورځو شپو کې اوربند وکړي او د یو او بل پر هدفونو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د حکمت کرزي په خبره یوه غوښتنه په افغانستان کې د درنو او تهاجمي یرغلونو د درولو وه، خو په وینا یې په دې هکله تواقف نه دی رامنځ ته شوی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په وینا په دغه خبرو اترو کې هڅه وشوه چې دواړه اړخونه د باور رامنځ ته کولو له پاره له تاوتریخوالي لاس واخلي خو په وینا یې کومې نتیجې ته و نه رسیدل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روان دوبي کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې پراخ یرغلونه تر سره کړي دي.

سرې کرښې

حکومتي پلاوی وایي چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې سره کرښه موجوده ده. د هغوی په خبره د اساسي قانون پر لومړي او دوهم فصل به په هیڅ صورت معامله و نه شي. دغه دواړه فصلونه د حکومت او سیاسي نظام د طرز او د افغانستان د وگړو د اساسي حقوقو اړوند دي.

د دغه هئیت یوه غړي فیض الله ذکي وویل: «که چیرې د سرې کرښې مسئله وي نو همدا ده چې زموږ رسمي دریځ دی او وي به. خو نور مسایل چې موږ او مقابل لوري مطرح کړل، د خبرو اترو وړ دي.»

د حکومت پلاوي دا هم وویل چې په راتلونکو خبرو اترو کې به د ښځو حقوق هم د سرې کرښې په توگه عنوان کړي او په وینا یې هڅه کیږي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د ښځو اړوند لاس ته راوړنو باندې کوم جوړجاړی و نه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هئیت کې هیڅ کومه ښځینه غړې نه وه.

د دغه هیئت بل غړي ناطقي چې په خبری غونډه کې حضور درلود وویل: «تاسې پر دې ډاډه اوسئ، په ځانگړې توگه د ښځو ټولنه. د ښځو حقوق او ځینې نور مسایل چې سیاسي نظام پورې اړه نیسي، زموږ د لیست په ړومبیتوبونو کې راځي او دا د سرو کرښو په توگه عنوانوو.»

داسې انديښنې هم شته چې د حکومتي پلاوي او د طالبانو د هئیت تر منځ دغه لیدنه کتنه، تر دې د مخه د سولې په تړاو د تر سره شوو غونډو په څیر ښایي کومه نتیجه ور نه کړي. خو د افغان حکومت پلاوي خوشبینه ښکاري او وایي چې په دغه غونډه کې د طالبانو «باصلاحیته» استازو گډون درلود او امریکا متحده ایالاتو او چین له هغې څخه څارنه کوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب