1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حمید حسن، د افغانستان زمری

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د افغانستان د کرکیت نامتو لوبغاړی حمید حسن، وایي چې کله لوبه کوي نو یوازي د افغانستان په اړه فکر کوي.

https://p.dw.com/p/14yyh
انځور: Afghan Cricket Board

د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی تیز بالر (توپ اچوونکی) حمید حسن وایي، کله چې لوبه کوي نو د جگړه ځپلي افغانستان په اړه فکر کوي، په لاسونو، مخ او تندي د افغانستان د بیرغ انځورونه را کاږي. هغه وایي چې دا ټول کارونه ځکه ترسره کوي چې له افغانستان سره مینه لري او غواړي خپل ولس ته د بریالیتوب او سوکالۍ زیري ور په برخه کړي.

پیژندنه:

د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی، پیاوړی لوبغاړی او د افغانستان د خلکو ستوری حمید حسن، په خټه مهمند او د ۱۹۸۷ زیږدیز کال د جون میاشتې په لومړۍ نیټه د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په یوې دینداره او روڼانده کورنۍ کې زیږیدلی دئ. حمید حسن ته اوس د کرکیټ په ډگر کې د افغانستان د زمري لقب هم ورکړل شوی دئ.

حمید حسن د ډیرو افغانانو په زړه کې ځای لري او هغه ته ئې د افغانستان د شیر نوم ورکړی دئ.
حمید حسن د ډیرو افغانانو په زړه کې ځای لري او هغه ته ئې د افغانستان د شیر نوم ورکړی دئ.انځور: AP

د جگړو پر مهال د حسن کورنۍ هم د نورو زرګونو افغانانو په څیر پاکستان ته کډواله شوه او هلته ئې د کډوالۍ ژوند پیل کړ. حمید حسن وایي لا ماشوم وو چې له کرکیټ سره ئې مینه لرله:

«لا ماشوم وم چې کرکیټ مې ډیر خوښ وو، خو کورنۍ مې اجازه نه راکوله چې کرکیټ وکړم. پلار به مې ویل چې غواړي زده کړې وکړم او له همدې لارې خپله راتلونکې جوړه کړم خو له دې سره سره هم ما په پټه د کرکیټ لوبه کوله.»

حمید حسن څرنگه کرکیټ پیل کړ؟

د حمید حسن مشر ورور ډاکتر عبدالرشید نومیږي. که څه هم هغه په خپله د کرکیټ یوه لوبډله درلوده خو بیا ئې هم حمید حسن دې ته نه پریښود چې کرکیټ وکړي. حمید حسن وایي:

«که څه هم مشر ورور مې ډاکتر عبدالرشید د کرکټ لوبه کوله او ځانته ئې یوه لوبډله لرله خو زه یې کرکیټ کولو ته نه پریښودم. بلاخره مې عبدالرشید دې ته اړ کړ چې ما ته هم اجازه راکړي. په بلا جنجالونو او تر ډیرو عذرونو وروسته ئې را سره ومنله خو لا هم زما کورنۍ خبره نه وه.»

تر دې وروسته حمید حسن له خپل ورور سره د هغه په لوبډله کې په لوبه پیل وکړ او پخپلې لوبې ئې د خپل ورور په گډون ډیر کسان حیران کړل. حمید حسن ورو ورو د خلکو پام ځان ته راجلب کړ او د لومړي ځل له پاره له ننگرهار څخه هغه پسې یو کس راغی چې حمید حسن له ځان سره بوځي چې په ولایتي لوبو کې ولوبیږي. حسن وایي:

«ښه مې په یاد دي چې په لسم ټولګي کې وم او له ننګرهار څخه هستی ګل عابد زموږ کور ته راغی. هغه مې پلار ته وویل: غواړم حمید له ځان سره افغانستان ته بوځم. هلته ولایتي سیالۍ پیلیدونکي دي. ډیر تینګار ئې وکړ خو پلار مې اجازه را نه کړه څو له هستي ګل سره ولاړ شم. هستی ګل ئې رخصت کړ خو زما زړه نه کراریده. ډاکتر عبدالرشید ته مې ځان ورساوه او له هغه سره مې دا خبره شریکه کړه. هغه را ته ۲۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې راکړې او د تللو اجازه ئې راکړه.»

حمید حسن له خپل پلاره او د کورنۍ له نورو غړو پټ د افغانستان په لور وخوځید. کله چې تورخم ته ورسید نو خپل پلار ته ئې زنګ وواهه ورته ئې وویل چې شل ورځې وروسته به بیرته پاکستان ته ستون شي:

«پلار مې زما دې کار سخت په غصه کړ او په تیلیفون کې ئې راته وویل: کله چې راغلي بیا به خبرې وکړو. ډیرې سپکې سپورې ئې راته وویلې. خو زه د کرکټ مینې نه پریښودم چې بیرته کور ته ستون شم.»

کله چې حسن د ننګرهار په لوبډلې کې د افغانستان په ولایتي لوبو کې ولوبید نو هغه په لومړۍ لوبه کې د خپلې سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په څلورو بالونو ئې څلور شپږیزې هم ووهلي. تر دې لوبې وروسته په کابل کې کرکیټ د لوبې چارواکي حیران شول او هغه ئې لا ډیرو تمریناتو ته وهڅوه.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ولسمشر له خوا هم ډیر ستایل شوې ده.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ولسمشر له خوا هم ډیر ستایل شوې ده.انځور: Afghan Cricket Board

تر دې څه موده وروسته د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې له پاره ازاده ازموینه اخیستل کیده، حمید حسن په ازموینه کې گډون وکړ او دې لوبډلې ته ئې لاره پیدا کړه.

لومړۍ لوبه:

د حمید حسن لومړی او نه هیریدونکی سفر د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو له لوبډلې سره یوځای د هندوستان هیواد ته وو. د ۲۰۰۴ کال جنورۍ په میاشت کې حسن هندوستان ته سفر وکړ. هغه وایي:

«کله چې مې پلار ته وویل چې هندوستان ته ځم هغه حیران شو. په الوتکه کې پرواز کول، بهر ته تلل او له بهرنیو لوبډلو سره لوبې کول را ته په زړه پورې ول. د افغانستان لوبډلې ډیرې ښې لوبې وکړې. د تورنمت په پای کې له هرې لوبډلې څخه یو یو لوبغاړی ټاکل کیده چې د افغانستان له لوري زه وټاکل شوم او دغوره لوبغاړي نوم مې خپل کړ.»

له ملي لوبډلې سره لومړنی سفر:

حمید حسن د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۶ کال کې ملي لوبډلې ته لاره وموندله او له لوبډلې سره ئې خپل لومړنۍ سفر په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه د کویټ په لور پیل کړ. نوموړي د دغو لوبو په لړ کې لس اورونه ولوبول او په یادو اورونو کې ئې څلور لوبغاړي وسوځول او یواځې ۱۲ منډې ئې ورکړې.

د حمید حسن په زړه پورې بالینګ د انګلستان ایم سي سی کب پاملرنه ځانته راواړوله همدا وو چې انګلستان ته ئې د تګ بلنه ترلاسه کړه. حمید حسن په انګلستان کې هم ښې لوبې وکړې او ان تر دې چې ویل کیږي چې د انګلستان له لورې ترې وغوښتل شوا چې هلته پاتې شي او په راتلونکې کې د انګلستان په لوبدلې کې ولوبیږي خو نوموړي له خپل هیواد سره د بې سرې مینې له امله د انګستان دا غوښتنه رد کړه.

حمید حسن په سیمه او  نړۍ کې:

په ۲۰۰۹ کال کې په سویلې افریقا کې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو تر ټاکنیز پړاو وروسته حمید حسن په سیمه ییزه او نړیواله کچه شهرت وموند.

د ۲۰۱۰ کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو له پاره په ټاکنیز پړاو کې د افغانستان وروستۍ او مهمه لوبه د ایرلینډ په وړاندې وه. په دې لوبه کې ۳۰ منډې، ۴۲ بالونه او پنځه ویکټې پاتې وې. لوبه په بشپړه توګه د ایرلینډ په لاس کې وه. کله چې حمید حسن بالینګ ته راووت په  یوه اور کې یې د ایرلیڼد د پیاوړي لوبغاړي براین په ګډون درې لوبغاړي په پرله پسې ډول وسوځول او د ټولو پام ئې ځانته راواړوه .

حمید حسن د افغانستان د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو سره یا ځای
حمید حسن د افغانستان د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو سره یا ځایانځور: Afghan Cricket Board

حمید حسن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شهرت وموند او د حمید نوم د هر افغان، نارینه، ښځېنه، ځوان، زوړ او ماشوم په ژبه راغی. له دې سره جوخت نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې په نړیوالو شل اوریزو لوبه کې چې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوې برخه واخیسته او د سویلې افریقا په وړاندې یې ښه لوبه ترسره کړه.

نړیوالې لوبې:

حمید حسن د افغانستان له پاره تر اوسه څوارلس نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړی دي. هغه په دې لوبو کې د خپلو سیالو لوبډلو ۲۴ لوبغاړي سوځولي دي.
 
همدا راز حمید حسن په اتو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۴ ویکټې اخیستي دي. د دې ترڅنګ ئې په ۱۲ څلور ورځنیو لوبو کې ۶۶ لوبغاړي سوځولي دي.

د یو ورځنیو، نړیوالو شل اوریزو او څلور ورځنیو لوبو ترڅنګ حسن ۱۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

د راتلونکو لوبو په اړه پلانونه:

که څه هم حمید حسن د  کرکیټ د نړیوالې شورا له لوري په جوړه شوې لوبډله کې د انګلستان په خلاف لوبه کې ټپي شوی وو او له تیرو شاوخوا ۶ میاشتو راهیسې د ژورو ټپونو له امله د کرکیټ له لوبې لیرې پاتې شوی وو، خو نوموړی اوس بیرته عادي حالت ته را ګرځیدلی دئ او د معمول په څیر خپل تمرینات ترسره کوي.

حمید حسن وایي چې سهار او مازدیګر تمرینات ترسره کوي او د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د لوبیدو انتظار باسي. نوموړی وایي چې دا ځل به هم په نړیوال جام کې د خپل هیواد له پاره ښه لوبه وکړي او د کرکټ نړیوالې او اسیایي شورا ترڅنګ به د خلکو پام ځان ته راواړوي.

په ټولنه او لوبډله کې د حمید ژوند:

حمید حسن په خپل پلرني ټاټوپي ننګرهار کې ژوند کوي. خپل اضافي وخت له ملګرو سره تیروي. نرم مزاجه او د لويي حوصلي خاوند دئ. په لوبډله کې له لوبغاړو سره ښه چلند لري. له لوبغاړو سره ټوکې کوي او دخوښي لوبغاړي یې شعیب ملک، او وقار یونس دئ.

نوموړی وایي چې په خپل ولس ویاړي او پوره ملاتړ ئې له ځان سره لري. حسن زیاتوي چې د خلکو بې سارې مینه او تشویق یې د کرکیټ لوبې ته پاملرنه لا زیاته کړې ده.

د کرکټ د تمریناتو ترڅنګ حمید حسن په ننګرهار کې د سپورتي وسایلو پلورنځۍ لري او هیواد والو ته د کرکت جامې او نور وسایل برابروي. نوموړی وایي چې هڅه به وکړي چې په راتلونکې کې د خپل پلورنځي نورې څانګې کابل او یو شمیر ولایتونو ته هم وغځوي.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش