1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حمیدالله؛ هغه ځوان چې خپله سیمه يې زرغونه کړه

مجمد صابر یوسفي۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

حمیدالله په خپل ابتکار سړکونه او د درو لمني لا سمسوري کړي چې د چاپیریال تر څنګ مسافر هم وشي کولای د ونو تر سیورې لاندې دمه وکړي. حمیدالله د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ډیرو کسانو له پاره اتل دی.

https://p.dw.com/p/1G0wN
انځور: DW/M. Yusofi

اوس نو د چهاردرې ولسوالۍ اصلي واټ په دوو خواو کې د ناجو او بنجه چنار نهالګیو ډیره ښایسته منظره جوړه کړې ده. د دې ولسوالۍ په ځينو کلیو کې هم زینتي ونو غټي شوي دي.

د چهاردرې ولسوالۍ په پاکې او زرغونې فضا کې حمیدالله یوه ابشار ته نزدې ولاړ دی او په عاشقانه توګه د چهار درې ولسوالې دوو خواو ته ايښوول شویو نهالګیو ته ګوري چې اوس یې دغه سیمه ډیره ښکلې کړې ده.

دغه سړی حمیدالله نومیږي چې نزدې ۳۰ کلن دی. له هغه سره د نهالانو د ايښوولو فکر پيدا سو او خلک یې دې ته وهڅول چې په خپله سیمه کې زینتي نهالګي کښېنوي. د هغه طرحه اوس عملي بڼه غوره کړې ده او د سیمي طبیعي ښکلا یې لا پسې ډیره کړې ده.

یو ځایي اتل

د دې سیمي ډیری اوسیدو نکي حمیدالله یو اتل بولي. داسې یو اتل چې هغوی یې وهڅول چې د خپل ځان او راتلونکو نسلونو له پاره پاک او ښایسته چاپیریال جوړ کړي.

حمیدالله په چهار درې ولسوالۍ کې زیږیدل، لومړۍ زده کړې یې په شیرخان لیسه کې کړي او اوس د کندز په پوهنتون کې د تاریخ په څانګه کې زده کړې کوي.

دغه افغان ځوان وایي چې له ماشومتوبه یې له ونو او سرسبزۍ سره مینه لرله او له همدې کبله یې د سیمې اوسیدونکي وهڅول چې نهالګي کښینوي. حمیدالله وایي چې هر وګړی کولای شي د طبيعت په هینداره کې د هغه ښکلا وویني په دې شرط چې د هغه په ساتنه کې ونډه واخلي.

د کار پیل

د حمیدالله په خبره د طبيعت ښکلا د انسان پر روان باندي مستقیمه اغیزه لري او د سوله ییز ژوند د پرمخ وړلو له پاره ډیره اړینه ده: «ونې د طبیعت په ښکلا کې ډیر مهم دي او دا د هر وګړي دنده ده چې د چاپیریال په ساتنه کې ونډه واخلي. ما له همدې انګیزې سره کار پیل کړ. ما یوازې خلک د نهالګیو کښېنولو ته وهڅول ځکه دا کار د طبیعت ساتنې له پاره ډیر اړین دی. خلکو هم زما خبره ومنله او دا کار یې وکړ. اوس نو د هغوی د هڅو پایله وینو او زه ډیر خوشحاله یم.»

حمیدالله د خلکو له خوا د نهالګیو کښېنولو بهیر د پیل په اړه وایي چې په دې اړه یې لومړی د سیمه ییزو شوراګانو له غړو سره مشوره وکړه.

دغه افغان ځوان زیاتوي چې د مشرانو تر موافقې وروسته یې خلک وهڅول چې په دې بهیر کې ونډه واخلي: «زه په کندز ولایت کې د ثبات د تحکیم برنامې کارکوونکی وم چې ډیر وخت د کلیو د بیارغونې په برخه کې کار کوي. موږ په چهاردرې ولسوالۍ کې نزدې څلوېښت پروژې پلي کړې دي. د پروژو تر بشپړیدو وروسته په سیمه ییزو شوراګانو کې يو څه پیسې پاته وي. نو ما له ځان سره فکر وکړ چې په دغو پیسو یو ګټور کار وکړم او د ضایع کیدو مخه یې ونیسم. له همدې کبله مې د شوراګانو له غړو سره خبري وکړې او دې پایلې ته ورسیدو چې تر ټولو ګټور کار د نهالګيو ايښوول دي. اوس له هغه کاره چې کړی مو دی راضي یو.»

هغه شاوخوا شپږ میاشتي دمخه د نهالګیو د کښېنولو کار پیل کړ او په دې مودې کې یې د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ نهالګي کښېنولي دي.

خلک د حمیدالله په اړه څه وایي

حمیدالله اوس په سیمه کې یو پیژندل شوی ځوان دی. خلک د هغه کار ستایي او هغه د یوه ځايي اتل په توګه پیژني. هغوی وايي چې حمیدالله په خپل ابتکار یو داسې بهیر پیل کړی دی چې په پایله کې پاک چاپیریال رامنځته کیدای شي.

جمیل ۳۲ کاله عمر لري او د چهاردرې ولسوالۍ د یتیم کلي اوسیدونکی دی. هغه وایي چې نهالګیو یې د کلي څیره بدله کړې ده: «حمیدالله موږ ته روحيه راکړه، ويې هڅولو او موږ ته یې یو نوی احساس راکړ. نهالګي موږ وکرل خو د حمیدالله تشویق ډیر ګټور وو او نن یې موږ پایله هم وینو. زموږ چاپیریال ښایسته او شین شوی دی او هوا هم پاکه ده.»

د ونو او نهالګیو ساتنه

حمیدالله په خاصه توګه ځوانان دې ته هڅوي چې د چاپیریال په ساتنه کې ونډه واخلي. اوس نو هغه نهالګي چې پخوا ايښوول شوي دي ساتني ته اړتیا لري ځکه د نهالکیو کښېنول لومړی ګام دی خو هغوی ته د اوبو رسول اوږدمهاله او دوامداره بهیر دی.

د چهاردرې ولسوالۍ د قصاب کلي اوسیدونکي جمشید وایي چې هغوی پخپله ونو ته اوبه رسوي: «اښوول شوي نهالګي اوبو ورته اړتیا لري او موږ خپله ورته اوبه رسوو. اوس نو دا زموږ دنده ده چې نهالګي وساتو. موږ د حمیدالله د ابتکار پایله ولیدله او اوس غواړو د خپل کلي په پاکي کې برخه واخلو.»

حمیدالله دوه ماشومان لري: یوه لور او یو زوی. د هغه کار د خلکو له نظره یو با ارزښته ابتکار دی. اوس نو حمیدالله د نورو ځوانانو له پاره په یوې بیلګې بدل شوی دی. حمیدالله ته په کتو سره، ډیر نور ځوانان هم داسي ابتکارونه کوي چې په سیمه کې بدلون رامنځ ته کولای شي.