1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس: موږ هم غواړو اوربند وگړو

۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبه

تر اسرائيلو وروسته اوس دا دی د فلسطينيانو رديکال حماس ډلي هم د ځينو شرايطو په وړاندي کولو سره د اوربند وړانديز وکړ.

https://p.dw.com/p/RGqe
د حماس مشر
د حماس مشرانځور: AP

د حماس يو وياند نن وويل: ددې اوربند شرط دا دی چي اسرائيل هم له حملو څخه لاس واخلي. په دې خبري سره دغي ډلي د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود بارک په وړاندي چي پرون يې د يو اوربند خبره ياده کړه، غبرګون ښکاره کړ.

د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود بارک او د غزې په تراډه کي د حماس مشر د يو اوربند لپاره خپل چمتوالی ښکاره کړ، البته په دې شرط چي دواړه خواوي هغه ته درناوی ولري.

بارک پرون د اسرائيلو يوې راډيو ته وويل:« که چيري هغوئ، يعني حماس زموږ پرکليو او بانډو باندي له بريدونولاس واخلي، موږ به هم اوربند وکړو.»

په غزه کي د حماس يو وياند ، سمع ابو ظهري وويل: فلسطيني ډلي له تشدد سره ليوالتيا نه لري. د اسرائيلو د پوځ د ويناوو له مخه په تيريو درو ورځو کي فللسطيني افراطي ډلو کابو 20 توغندی پر اسرائيلو توغولي دي چي په دې سره په لسهاوو زرو اسرائيليانو په دغه وخت کي زيرخانو کي شپې تيري کړي.

د اسرائيلو د کابينې په ننۍ غونډه کي د حکومت ځينو غړو په غزه کي په زور سره د حماسي د ډلي د نسکورلو غوښتنه وکړه. د اسرائيلو د ماليي وزير، شتاينيز وويل:

« که چيري اړتيا پيدا سي، اسرائيل بايد په دې هکله فکر وکړي تر څو په غزه کي د حماس تروريستي رژيم ته ژر يا وروسته خاتمه ورکړي.»

د بهرنيو چارو د وزير، ليبرمن، ګوند ( اسرائيل بايتانو) د حکومت له مشر، نيتانياهو څخه وغوښتل چي د حماس نسکورول د اسرائيلو د « ستراتيژي» يوه برخه وګڼي. د نوموړي ګوند د بنسټيزو تأسيساتو وزير، اوزي لندواو وويل:

« د اسرائيلو د غچ اخيستلو سياست له ناکامۍ سره مخامخ سوی دی. موږ بايد نوري لاري چاري ولټو او حماس ته ښکاره کړو چي که چيري له زور زياتيو لاس وا نه خلي، دا به د دې ډلي د ژوند په قيمت تمام سي. هغه دا چي له دغي تراډي به وشړل سي.»

د اسرائيلو وسلوال ځواک په تيرو ورځو کي 19 فلسطينيي اورپکي او ملکي وګړي ووژل. څنګه چي د اسرائيلو د پوځ يو وياند نن ويل چي د اورپکو پر لسو جنګي مرکزونو باندي حملې سوي دي. هغه زياته کړه چي په وژل سوو کسانو کي د حماس يو قوماندان هم شامل دی چي 5 کاله مخکي د اسرائيلي سرتيري، ګيلاد شاليت د تښتولو په پلان کي يې هم لاس درلود.

خو په غزه کي د فلسطين د بشري حقونو سازمانونو وويل چي له پنجشنبه تر شنبې پوري اسرائيلي پوځ لس تنه ولسي وګړي وژلي دي چي په هغو کي يوه ښځه او د هغې لور هم شامل دي. هغوئ وايي چي اسرائيلي وسله وال ځواکونه د ولسي وګړو ژوند ته درناوی نه لري.

خو نن د اسرائيلو په رسنيو کي يوه موضوع تر ټولو زياته توده وه : د «اوسپنيز ګنبد» تر نامه لاندي نوی دفاعي توغندی سيستم چي د يوې اونۍ را په دې خوا په کار لويدلی دی، ډير بريالی دی.

په رپوټونو کي ويل سوي چي دغه دفاعي سيستم په ټوليزه توګه پر اسرائيلو باندي اته توغول سوي توغندی په هوا کي شنډ کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل