1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس د ممکنه ډزبندۍ له پاره چمتو والی ښوولی دئ

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15KVl

د فلسطين د حماس ډلې د اسرائيل سره د وسله وال کړکېچ په ترڅ کي ډزبندۍ ته خپل چمتووالی ښوولی دئ. د حماس وياند ايمان طه، نړیوالو رسنيو ته ويلي دي چي که د نوموړي په وينا «اشغالگر قوت» اسرائيل خپلې وسلې خاموشه وساتي، نو به حماس هم خپلي وسلې خاموشه کړی.

خو د نوموړي د دغه بيان وروسته د غزې د تراړې څخه د اسرائيل سويل ته بيا راکټونه توغول سوي دي. په عين حال کي د حماس سره تړاو درلودونکي د القاسم د لوا په نوم ډلې د اسرائيل څخه د بمباريو د غچ اخيستنې گواښ کړی دئ. د اونۍ د پېل څخه د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د تاوتريخوالي له کبله ۱۶ فلسطينيان وژل سوي او تقريبا ۷۰ نور ژوبل سوي هم دي.