1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس او الفتح د ګد حکومت د جوړولو پر سر پريکړه وکړه

حماس او الفتح سره جوړ شول۱۳۹۰ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د فلسطين خپلواکمني اداري د الفتح او حماس ترمنځ د ناڅاپي پخلايني پريکړي چي پرون په قاهري کي وشوه هرکلي وکړ. د دغي پريکړي پر اساس په فلسطين کي د راتلونکي کال د انتخاباتو څخه مخکي د دواړو ګوندونو ګډ انتقالي حکومت جوړيږي

https://p.dw.com/p/115Xy
حماس او الفتح سره جوړ شول
حماس او الفتح سره جوړ شولانځور: picture alliance/dpa

د الفتح او حماس لوړ پوړو چارواکو ويلي چي دغه پريکړه وروسته له هغه وشوه چي د فلسطين او اسراييلو تر منځ د سولي خبري اتري د کړکيچ سره مخامخ شوي. دوي ويلي چي په عربي ټولني کي سياسي بدلونونه هم د دغو خبرو اترو يو بل دليل دي د الفتح او حماس پر پخلايني د حسن مبارک د حکومت ړنګيدل هم اغيزه لري ځکه چي مبارک د حماس له مخالفيونو څخه ؤ.

د حماس يو لوړپوړي چارواکي، محمود ظاهر، وویل چي د پخلايني دغه موافقه وروسته له هغي وشوه چي د سيمي په سياست کي ځيني بدلونونه رامنځ ته شول او عربي ټولني د حماس او الفتح د سازمانونو څخه وغوښتل ترڅوخبرواتر ته سره کيني.

ده وويل: «مصرمونږ او د الفتح سازمان خبرو اترو ته بللي يو ترڅو پر نه حل شويو موضوعاتو يوبل سره خبري وکړو او دا کومه تصادفي خبره نه ده. د مصر لخوا مونږ ته ځيني وړانديزونه شوي. مونږ موافقه وکړه چي پر شخړه ايزو موضوعاتو سره خبري وکړو.»

د الفتح د ډلي يو چارواکي، اعظم الاحمد، چي د قاهري په خبرو اترو کي يي ونډه اخيستي وه د فرانسي خبري اژانس ته د ټيليفون په کرښه وويل چي د الفتح او حماس تر منځ د خبرو اترو پر اساس به د دغو دواړو ډلو سياستوال يو انتقالي حکومت جوړ کړي. ده زياته کړه چي انتقالي حکومت به د يو کال په مودي کي په فلسطين کي د آزادو ټاکنو په لاره اچولو لپاره کار وکړي.

فلسطيني چارواکو همداراز ويلي دي چي د دواړو ډلو مشران به د راتلونکي اوني د چهارشنبي په ورځ يو ځل بيا قاهري ته سفر وکړي ترڅو د پخلايني قرارداد په رسمي توګه لاسليک کړي. دوي وايي چي په دغه قرارداد کي په د دواړو خواو لخوا د سياسي بندیانو آزادول هم شامل وي.

اسراييل د دغي موافقي پر وړاندي غبرګون ښودلي او د الفتح او حماس تر منځ اتحاد يي غندلي دی. اسراييلي مشرانو ګواښ کړي چي دغه اتحاد به د سولي چانسونه له منځه يوسي. د اسراييل ولسمشر، بنيامين نتنياهو، وویل: « دفلسطين خپلواکمنه اداره بايد تصميم ونيسي چي يا له اسراييلو سره او يا هم د حماس د ډلي سره سوله وکړي. سوله د دواړه سره ناممکنه ده ځکه چي حماس غواړي اسراييل نابوده کړي او دا د دوي ښکاره دريځ دي. دوي زمونږ پر ښارونو او ماشومانو توغندي واروي. زه فکر کوم چي د فلسطين د ډلو تر منځ دغه پخلاينه د دغه هيواد د خپلواکمني اداري کمزورتيا ښيي.»

د حماس او الفتح د سازمانونو د اړيکو خړوالي په 1990 لسيزي کي ريښي لري خو د دغو سازمانونو اړيکي په 2007 کال تر هر بل وخت ډيري کړکيچني شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم