حلب ښار تر جنگ مخکي او وروسته
د سوريې د حلب ښار تر جنگ مخکي يو څو ميليوني، د سيلانيانو د خوښي وړ او د دغه هيواد د اقتصاد زړه وو. اوس دغه ښار يوه خرابه گرځېدلې د دغه ښار تر جنگ مخکي او وروسته انځورونه دلته ليدلای سئ:
بنی اميه مسجد
په حلب کي د يونسکو سازمان د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت د بنی اميه مسجد هم شامل دی.
د بنی اميه مسجد اوسنی حالت
دغه مسجد چي په ۷۱۵م کال کي جوړ سوی وو اوس په يوه خرابه بدل سوی دئ.
تر جنگ مخکي النحاسین حمام
په ۲۰۱۰م کال کي لا د حلب په زاړه ښار کي خلکو له النحاسين حمام څخه خوند اخيست.
النحاسين حمام تر جنگ وروسته
و خشونت است. خو شږکال وروسته دغه حمام په يوه خرابه بدل سوی.
د حلب کلا تر جنگ مخکي
د حلب کلا په نړۍ کي يوه له سترو او زرو کلاو څخه ده. د دغه کلا د ډيري برخي قدامت ۱۳ ميلادي پيړۍ ته رسیږي.
د حلب کلا تر جنگ وروسته
د سيلانيانو د پام وړ دغي کلا ډيري برخي اوس ويجاړي سوي دي.
زوړ ښار تر جنگ مخکي
دا په ۲۰۰۸م کال کي د حلب ښار کي د يوې قهوه خانې مخ دئ.
زوړ ښار تر جنگ وروسته
اوس د حلب په زاړه ښار کي بې له ويجاړيو بل څه نه ښکاري.
د حلب يو پلورنځی تر جنگ مخکي
دا تر جنگ مخکي په حلب ښار کي يو مشهور پلورنځی وو.
تر جنگ وروسته
د دغه مشهور پلورنځی حال اوس دغه شان دئ.
تر جنگ مخکي د يوه مارکېټ ور
تر جنگ مخکي په حلب ښار کي الزراب مارکېټ ته د ورننوتلو ور دغه شان ښکارېده.
تر جنگ وروسته
تر جنگ وروسته اوس هغه مارکېټ ته د ورننوتلو لار دغه شان ښکاري.