1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني شبکه وایي چې د کابل بریدونو کې لاس نه لري

۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبه

د حقاني سخت دریځې شبکې مشر د کابل او همداشان هرات په وروستیو بریدونو کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل. د کابل د بریدونو پړه چې څه کم دو اوونۍ پرې اوړې، لا تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

https://p.dw.com/p/2eVFX
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو د ویاند له لوري په استول شوي غږیز پیغام کې سراج الدین حقاني ویلي چې دوی د کابل په وروسیتو بریدونو کې لاس نه لري.

سراج الدین حقاني په کابل کې د می میاشتې د ۳۱مې نیټې بمي برید غندلی دی. د دغه برید په تعقیب د جنازې په مراسمو کې ځانمرگي بریدونه وشول او همداشان په هرات ولایت کې د مسجد مخې ته هم بمي چاودنه رامنځ ته شوه.

حقاني پر دې خبره ټینگار کړی دی چې دغه درې واړه بریدونه طالبانو نه دي پلان کړي او په وینا یې طالبان داسې بریدونه نه پلانوي چې په کې ملکي کسانو ته زیان واړوي.

په کابل کې د می میاشتې د ۳۱مې نیټې بمي برید چې چاویدونکي توکي په یوه ټانکر موټر کې ځای پر ځای شوي وو تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل او تر ۴۵۰ زیات یې ټپیان کړل. دا د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې په کابل کې یوه تر ټولو خونړۍ چاودنه گڼل کیږي. د دغه برید مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

(AP) sr/ms