1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حسني مبارک بیا زندان ته استول شوی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Ypf

د مصر پخوانی واکمن حسني مبارک یو ځل بیا زندان ته انتقال شوی دئ. د ورکړل شوو راپورونو پر اساس د دغه ۸۴ کلن روغتیایي وضعیت اوس ښه دئ او دې ته اړتیا نه لیدل کیږي چې په روغتون کې وساتل شي. دغه خبر د مصر د لوې څارنوال په حواله ورکړل شوی دئ. حسني مبارک د جون په میاشت کې یوه پوځي روغتون ته انتقال شوی وو. تر هغې د مخه داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې مبارک د کوما په حالت کې دئ. دغه پخواني واکمن ته د جون د میاشتې پر دویمه نیټه د مصر د یوې محکمې له خوا د عمري بند سزا اورل شوې ده.