1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حجاب او لامبو ـ د بورکيني پر سر بحثونه

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۳۰, شنبه

پرته له کومې تبصرې يوه امام په ايټاليا کې دغه عکس په خپله فيسبوک پاڼه کې خپور کړی دی. غبرګونونه ورته ډېر راغلل او تبصرې پرې هم ډېرې اوږدې وې.

https://p.dw.com/p/1Jm7g
Screenshot für Nachrichten DEUTSCH
انځور: facebook.com/Izzedin Ezir

د ايټاليا په فلورنس ښار کې مېشت امام عزالدين ايلزير د يوه عکس په خپرولو سره ډېر غبرګونونه راپارولي دي. اته عيسوۍ راهبې چې د سمندر غاړې په اوږدو اوبازي کوي. دا چې په فيسبوک کې تر حده ډېرې تبصرې ورباندې شوې دي، نو د ياد امام صفحه د فيسبوک له خوا د يو څه وخت له پاره تړل شوې هم وه.

ډېرو کارونکو مختلفو اديانو او مذهبونو ته له نابرابرۍ او په بله سترګه ورته له کتلو څخه سر ټکولی دی. ځينو بيا سل کاله پخوا په اروپا کې د لامبو معمولو جامو ته هم اشاره وکړه (په انځور کې).

د لوېديځ ارزښتونه

وروسته بيا نوموړي امام خپله تبصره هم ورزياته کړه، هغه وويل غوښتل يې چې «هغو ته جواب ووايي چې وايي د لويديځ ارزښتونه د جامو اغوستلو او پردې په برخه کې له نورو سره توپير لري.»

د «سکاي تګ ۲۴» په نوم تلويزيون ته نوموړي امام وويل چې د عيسوي ښځينه راهبانو د عکس په خپرولو سره يې غوښتل دې ته اشاره وکړي چې د لويديځو ارزښتونو يوه برخه په عيسويت کې ريښه لري او دا چې په عيسويانو کې هم داسې انسانان شته چې په عامه محضر کې خپل بدن تقريبا په بشپړه توګه پټوي.د لامبو جامې

د فرانسې په ډېرو ځايونو کې په دې وروستيو کې د بورکيني په نوم د بورقې په شان د لامبو جامې بندې شوې دي. دغه جامې چې ټول بدن پټوي، هغه محافظه کارې مسلمانې ښځې اغوندي چې د لامبو پر وخت غواړي خپل بدن پټ وساتي.

پر دغسې جامو باندې د بنديز توجيه کول تر يو حده پورې په وروستيو اسلامپالو تروريستي بريدونو پورې هم اړه لري. په فرانسه کې پر بورکيني باندې د بنديز په سر د بحثونو له امله د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت دغسې يو بنديز په خپل هېواد کې رد کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.08.2016):

د لامبو د جامو تاريخ
د لامبو د جامو تاريخانځور: picture alliance/IMAGNO