1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی: د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره خبري وکړو

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د لومړي ځل لپآره له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د په شا تګ غږ پورته کړی په داسي حال کې اوس غواړي د خپلو سیاسي وسله والو ناراضیانو د را خپلولو لپاره یو نوی چینل پرانیزي.

https://p.dw.com/p/12kDd
افغان ولسمشر، حامد کرزی
افغان ولسمشر، حامد کرزیانځور: dapd

حامد کرزي دغه بي ساري څرګندوني د سولي د شورا د سترمرکچي، برهان الدین رباني، تر مړیني وروسته د دینې عالمانو یوې غونډي ته د جمعې په ورځ په کابل کې وکړي.


کرزي ویلي چې افغانستان کې د سولي د تر لاسه کولو یوازنۍ لاره دا ده چې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبري وشي.
هغه وویل چې د طالبانو د شورا او د ملا عمر پته نه لګیږي چې چیرته دي او د دې  لپاره په کار ده چې له پاکستان سره خبري وشي. کرزی زیاته کړه: 


«زه کوم بل ځواب نه لرم چې د خبرو  اترو بل اړخ څوک دی له پاکستان پرته، مونږ ملا عمر نه سو موندلای چې چیرته دی، د طالبانو شورا چیرته ده، قاصد را ولیږي او زمونږ د سولي مشر پرې را ووژني.»


که څه هم له دوو کلونو راهیسې د سولي لپاره د افغان حکومت  هڅي ډیري ګړندۍ  سوي خو هغه څه چې ترینه خلک  ناراضه او نا هیلي سوي هغه د سولې په برخه کې  د دولت پر پرمختګ دی.


ډيری افغانان په دې اند دي چې افغان دولت د سولې په برخه کې سم ګامونه ندي اخیستي او طالبان هم په خپل پخوانی دریځ کلک ولاړ دی.


افغان ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان په اړه دغه خبري کوي چې په اسلام آباد باندي د حقاني بنسټ پآلي شبکې د ساتلو له امله نړیوال فشارونه د هري ورځي په تیریدو زور اخلي.


سره له دې چې پاکستان دا تورونه رد کړي دي خو په اورپکو د دغه هیواد د پټ څارو ادارو اغیز همغسي غښتلی پاتي دی.
افغان سیاسي مبصرین په دې اند دي چې دا نظر به په سادګۍ ولاړ وي چې د پاکستان له همکارۍ  پرته له طالبانو سره د سولي خبري وشي.


د سیاسي چارو شنونکې او د کابل  پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد فاروق بشر وایې:


«مونږ ټول وینو چې دا ترهګریز حرکتونه او هغه ترهګر چې افغانستان ته راځي دا ټول په پاکستان کې ځالي لري، د پاکستان دا خبره څه مانا لري چې تر هغه پوري چې مونږ د افغانستان په خبرو کې برخه و نه لرو سوله نه شي راتلای.  دا د دې مانا لري چې دا دوي د افغانستان له دښمنانو سره اړیکي لري.»


په همدې حال کې ټاکل سوي چې په ډير ژر یو پلاوی چې د ولسمشر کرزي له لوري ورته د سولي د شورا د پخوانی مشر برهان الدین رباني د وژلو په اړه د څیړنو دنده ورکړل سوي پاکستان ته سفر وکړي.


دغې ډلي ته ویل سوي چې له پاکستان څخه په تحقیقاتو کې مرسته وغواړي او که چیرته دغه هیواد له  همکارۍ  ډډه وکړي نو بیا به دا مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل کیږي تر څو هغوي په دې باب پلټني پیل کړي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش