1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي ګيلاني ته د سفر بلنه ورکړه

۱۳۸۹ آبان ۱۹, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ته بلنه ورکړي چي په يوه رسمي سفر کابل ته ورسي.

https://p.dw.com/p/Q5Ok
انځور: Abdul Sabooh

د پاکستاني د صدراعظم څخه په داسي حال کي کابل ته د ورتګ غوښتنه سوي چي تيره اونۍ يو ځل بيا اسلام آباد د کابل له خوا د شرخوښو ډلو سره په جګړه کي په ټګۍ تورن سو.

دولسمشر وياند وحيد عمر په خپله وروستۍ خبري غونډه کي پاکستان د شرزيږونکو ډلو په ساتلو او په نه اخلاص تورن کړي وو.

د ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هيروي نن دويچه ويله ته وويل چي افغان ولسمشر تيرشپه له پاکستاني صدراعظم سره په ټليفوني خبرو کي هغه ته د کابل د راتګ رسمي بلنه ورکړي چي د ګيلاني له لوري منل سوې ده.

هروي وويل چي افغان ولسمشر به له ګيلاني سره په کابل کي په دوه اړخيزو ټولو مسايلو خبري وکړي چي له طالبانو سره د سولي خبري به هم پکښي شاملي وي.

پاکستانيو خبري آژانسونو خبر ورکړي چي ګيلاني کرزي ته ويلي چي د کابل او اسلام آباد تر منځ به په لوړه کچه ناستي پاستي دغه دوه ګاونډي هيوادونه نور هم سره نږدې کړي.

که څه هم کابل ته د ګيلاني د سفر د راتګ نېټه نده څرګنده سوې خو دغه سفر په داسي محال کي صورت مومي چي هاخوا کابل له طالبانو سره د سولي پروسه پيل کړې ده.

د سياسي چارو مبصر فاروق بشر وايي چي کابل او اسلام آباد په ظاهر کي ډير ښه روابط ساتي خو په باطن کي يو پر بل اعتبار نه لري.

نوموړي په دي اند دی چي کرزي له وخته د پاکستان څخه غوښتي چي په سيمه کي د سولي لپاره له افغانستان سره ګډ کار وکړي خو د پاکستان همکاري تته او دوه مخې ده.

د بشر په وينا تر هغه مهاله چي پاکستان په سړه سينه او په ډيره علاقه له افغانستان سره د سولي په پروسه کي ور ګډ نه سي، ستونزي به همداسي زياتي وي.

افغان ولسمشر په داسي حال کي د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د ورتګ بلنه ورکوې چي همدا نن د امريکا دفاع وزير د افغانستان او پاکستان ګډي غرنيزي پولي يو ځل بيا د ترهګرو اصلي ځالي وبللې.

رابرت ګېټس د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپورکي خبريالانو ته وويل چي ترهګر سازمانونه له دغو سيمو يوازي په افغانستان او پاکستان کي نه، بلکي په عربي ملکونو لکه يمن او د شمالي افريقا په وچه لکه المغرب کي هم خپل پلانونه جوړوي.

نوموړي له نړيوالي ترهګرۍ سره په جګړه کي خپل متحدين وستايل خو تر څنګ يې د هغوی د زياتي همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل