1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي لسو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د سيمه ييزو ارگانونو اداره وايي، چي د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخي ئې د هيواد لسو ولايتونو ته نوي واليان ټاکلي دي.کيدای سي چي اداري فساد او د سالم مدیریت نه درلودل د يو شمېر واليانو د گوښه کیدو اصلي عاملونه وي.

https://p.dw.com/p/16BnF

د دې فرمان له مخي له شماله نیولي بیا د مرکزي او حتی مهمو جنوبي ولایتونو تر والیانو پوري له دندو گوښه شوي يا بدل شوي دي.

افغان حکومت وايي، چي دا گام ئې د فساد د ورکولو او ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو له پاره اخيستی دئ.

د سيمه ييزو ارگانونو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي چي په کابل کي د دويچه ويله خبريال ته رسېدلې ده راغلي دي، چي د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکم پراساس دغه واليان ټاکل سوي دي:

د تخار ولايت پخوانی والي عبدالجبار تقوا، د کابل د والي په توگه. د فارياب ولايت پخوانی والي تورن جنرال احمد فيصل بيگزاد، د تخار د والي په توگه. جنرال محمد نعيم بلوڅ، د هيلمند د والي په توگه. سلطان محمد عبادي، د بغلان د والي په توگه. داکتر محمد الله بتاش د فارياب ولايت د والي په توگه. په ولسي جرگي کي د ننگرهار د خلکو پخوانی استازی عبدالمجيد د ميدان وردگ ولايت د والي په توگه. محمد سرور ثبات د نيمروز ولايت د والي په توگه. په ولسي جرگه کي د لوگر د خلکو پخوانی استازی فضل الله مجددي، د لغمان ولايت د والي په توگه. د لغمان ولايت پخوانی والي اقبال عزيزي، د لوگر ولايت د والي په توگه او د لوگر ولايت پخوانی والي محمد طاهر صبري، د بادغيس ولايت د والي په توگه ټاکل سوی دئ.

په خبرپاڼه کي دا هم راغلي دي، چي د ولسمشر حامد کرزي د يو بل ځانگړي فرمان له مخي د بغلان ولايت پخوانی والي منشي عبدالمجيد د ولسمشر د سلاکار وزير په توگه ټاکل سوی دئ.

په دې اساس نو د هيلمند والي گلاب منگل، د نيمروز والي عبدالکريم براهوي، د ميدان وردگ والي حليم فدايي او د کابل والي احمدالله عليزی له دندو گوښه سوي دي.

د سیمه يیزو ارگانونو د خپلواکي ادارې ویاند بشیر بهرام په کابل کي خبریالانو ته وویل، چي ښايي ليري سویو والیانو ته نوري حکومتي دندې ور نه کړل شي خو بیا هم دا دولسمشر دنده ده چي د هغوی برخلیک به ټاکي.

د ښاغلي بهرام د وینا له مخي په لير کړل سویو والیانو کي ئې ځینو ښه کارونه هم کړي دي.

هغه وايي، چي د ټولو ولایتونو د والیانو د کار څېړنه ئې پیل کړې ده او د څېړنو نتيجې به ډیر ژر ولسمشر کرزي ته وسپاري:

«یو شمیر نور والیان هم سته چي هغوی باید ليري سي او پر ځای ئې نوي څېرې ور وپیژندل سي. یو شمیر والیان چي ليري سوي دي ښه کارونه ئې کړي ول. خو ځيني ئې له نیوکو سره مخامخ دي او خپلي چاري ئې په سمه توگه سر ته نه رسولې.»

افغان حکومت پر داسي مهال د یوشمیر والیانو د ليري کولو پریکړه کوي، چي څه وخت دمخه جمهور رئیس حامد کرزي د یوه فرمان په ترڅ کي ټولو حکومتي ادارو ته دنده وسپارله چي د فساد د له منځه وړلو له پاره جدي کار وکړي.

ميرويس جلالزی/نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم