1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د انتقال د پروسې لومړی پړاو اعلام کړ

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

افغان جمهورريس حامد کرزي د هغو سيمو نومونه اعلام کړل چي د لومړي ځل لپاره يي له يوې لسيزي وروسته امنيتي چاري له بهرنيو سرتيرو افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

https://p.dw.com/p/RBJt
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

افغان ځواکونو ته په تدريجي توګه د امنيت د سپارلو پريکړه تير کال په ليزبن کي د ناټو په سرمشريزه کي وسوه.

حامد کرزي د کابل ، پنجشير، باميان، د هرات ښار، د هلمند مرکزلښکرګاه، د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار او د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار هغه سيمي په ګوتو کړې چي امنيتي مسوليت به يې په لومړي پړاو کي په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

د کرزي د وينا له مخه چي دغه چاري به د چنګاښ مايشتي په لومړۍ نيټه پيل سي.

جمهورريس کرزي د انتقال د پروسې اعلام د افغانستان له پوځي اکاډمۍ د يو شمير زدکړيالانو د فراغت په مراسمو کي وکړ.

ټاکل سوې تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله به په دغه هيواد کي د امنيت ټينګولو چاره په بشپړه توګه افغان امنيتي ځواکونو ته ورسپارل سي.

حامد کرزي د خپلو خبرو پر مهال وويل چي ډيري هغه کسان چي دمګړی له حکومت سره جنګيږي ترهګر نه دي، ځکه يو شمير يې د حکومتي مشرانو يا د قومي زور واکانو او يا هم د ايتلاف او ناټو د بمباريو او تلاشيو له کبله له ترهګرو سره يو ځاي سوي دي.

کرزي وويل چي په هره بيه چي وي بايد دغو شخړو ته پای ورکړو او يوې حل لاري ته ورسيږو.

« دا د افغانانو دنده ده چي خپله خاوره وساتي. په دي کي هيڅ شک نسته چي موجود ګواښونه بايد د نړيوالي ټولني په همکارۍ له مينځه يوسو. خو موږ د انتقال د پروسې تر څنګ يو شمير شرطونه نړيوالي ټولني ته وړانډي کړي.»

هغه وويل چي په افغانستان کښي بايد د ملګرو ملتونو بيلا بيلي ادارې د افغان دولت د اصولو په رڼا کي فعاليت وکړي.

« ولايتي بيارغاوني ډلي او خصوصي امنيتي شرکتونه دي منحل سي، نړيوالي مرستي دي د يوه شفاف ميکانيزم له مخه د افغان دولت له لوري ولګول سي او داسي نور».

حامد کرزي چي په وينا يې ملت ته يې تاريخي وينا اوروله زياته کړه چي، بهرنيان د دې لپاره افغانستان ته راغلي چي نورو بهرنيانو زموږ له خاوري د هغوی پر ضد وسله پورته کړې وه.

خو اوس د دي وخت دي چي زموږ هيواد زموږ څخه د زياتو سرښندونو غوښتنه کوي او په دې برخه کي موږ بيا هم قربانيو ته تيار يو.

حامد کرزي وويل چي دي دخپل هيواد او ځواکونو سمبالولو ته د ناټو او امريکا مرستو ته اړتيا لري، ځکه يې نو له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبري اتري پيل کړي.

کرزي وويل چي له امريکا سره اوسنۍ ستراتيژيکي اړيکي د افغان ماشومانو، ښځو او ځوانانو په وينو تر لاسه سوي دي او ژر به يې پرې کيدو ته پري نږدي.

نوموړی په جدي توګه يو وار بيا د بهرنيو ځواکونو له خوا د ولسي خلکو د کورونو د تلاشۍ د بندولو غوښتونکی سو.

لسمشر حامد کرزي د هغو هيوادونو مشرانو ته چي په افغانستان کي ځواکونه لري وويل، افغان امنيتي وضعه مخ پر ښه کيدو ده او خلک راتلونکي ته هيله من دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل