1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي، خپل ورور خاورو ته وسپاری

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

ولسمشر حامد کرزي په خپله پلرنۍ هديره کي د خپل کشر ورور خاوروته تر سپارلو وروسته د کندهار ولايت په ودانۍ کي يوې پراخي غونډي ته د وينا پر مهال شاه ولي کرزی د احمد ولي کرزي ځايناستي و نوماوه.

https://p.dw.com/p/11tyL
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

ښاغلي حامد کرزي په غونډه کي پر قومي مشرانو او سپين ږيرو ږغ وکړی چي: « د احمدولي کرزی پر ځای د شاولي کرزي تاکل منی.»

په غونډه کي ټولو خلکو د مشر په توگه د شاولي کرزي ټاکل ومنل. شاولي کرزی د حامد کرزي ورور دی او تر اوسه پوري د خلکو په منځ کي دومره محبوبيت نه لري، لکه د هغه بل ورور قيوم خان کرزی.

ولسمشر حامد کرزی تر سختو امنيتي تدابیرو لاندي د چهارشنبې په شپه کندهار ته رسیدلی او نن سهار يې د خپل کشر ورور د جنازې په مراسمو کي گډون وکړی.

ځيني لوړپوړي دولتي چارواکي او د کابيني وزيران هم د کرزي سره د جنازي په مراسمو کي د ګډون له پاره کندهار ته رسيدلي.

احمد ولي کرزی تيره ورځ په خپل کورکي د دوی د کورنۍ د باوري ساتونکي له خوا ووژل سو.

د کندهار د ولايتي ودانۍ مخ ته چيري، چي د احمد ولي کرزي جسد پروت و، په زرګونو خلک موټرو ته په قطار کي ولاړول تر څو د جنازي په مراسمو کي ګډون وکړي.

جنازه د زرگونو خلکو په گډون د هغه په پلرنۍ هديره کرز کي خاورو ته وسپارل سوه.

Flash-Galerie Afghanistan Karsai
انځور: dapd

ولسمشر کرزی د ورور مرگ سخت لړزولی او ډير خواشنی معلوميدی. د هغه سترگي د اوښکو ډکي او خاوروته د سپارلو پر مهال يې سخت ډير وژړل.

امنيتي کړيو په ښار کي سخت امنيتي تدابيرنيولي، او څرخکي الوتکي هم د ښار د پاسه الوتني کوي. کندهار ښار نيم تړلی او نيم خلاص دی. داسي ښکاري لکه نيم ښار چي کومي خواته کوچيدلی وي.

احمد ولي کرزی د کرزي د کورنۍ د ساتونکو د مشر سردارمحمد له خوا پرون په خپل کور کي ووژل سو. سردارمحمد د کرزي د کورنۍ سره لږ تر لږه د تيرو لسو کلو راهيسي پيژندل.

سردارمحمد د احمدولي کرزي د وژلو څو شيبي وروسته د ساتونکو په ډزو ځای پر ځای ووژل سو.

تيره ورځ طالبانو د احمد ولي کرزي د وژلو پړه پرغاړه اخيستي او دا يې په تيره لس کلنه جګړه کي « يوه لويه لاس ته راوړنه» بللې.

د طالبانو وياند يوسف احمدي فرانس پريس خبري اژانس ته د ټليفون پر کرښه ويلي ول چي د دوی د ډلي له خوا په نږدي وخت کي دغه ساتونکي په دنده ګمارلي وو چي احمد ولي کرزی ووژني.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل