1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو

۱۳۹۰ بهمن ۳, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګي د ۱۶ تقنیني دورې د اداري پلاوي ټاکنې تر سره شوې. حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. دې څوکی ته د پکتيکا استازي، نادرخان کټوازي، هم ځان نومولی وو.

https://p.dw.com/p/13oa5
د ولسي جرګې د دویم نایب، منشي او نایب منشي څوکیو له پاره سبا بیا ټاکنې ترسره شي
د ولسي جرګې د دویم نایب، منشي او نایب منشي څوکیو له پاره سبا بیا ټاکنې ترسره شيانځور: DW

ظاهر قدیر د ۱۴۰ رایو په اخیستلو سره په دې وتوانید چې د لومړي مرستیال څوکې خپله کړي. ولسي جرګه د دوشنبې ورځې په ټاکنو کې په دې ونه توانیده چې دویم نایب، منشي او د منشي نایب وټاکي.

د دویم نایب څوکی له پاره د هرات استازي، احمدبهزاد ، د کابل استازي، ډاکټر جعفر مهدوي، او د بلخ استازي، محمدعبده، ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې ښاغلي بهزاد او ډاکټر جعفر مهدوي ډېرې رايې وګټلې.

ښاغلي بهزاد په ۷۲ او ښاغلي مهدوي په ۵۵ رایو ترلاسه کولو سر ۱+۵۰ رایې پوره نه کړای شوې نو ځکه د دغو دواړو نوماندو ترمنځ به سبا بیا سیالی ترسره کیږي.

دغه راز، د منشي د څوکی له پاره د پروان استازي، عبدالستار خواصي، د پنجشير استازي، ظهير سعادت، ځانونه کاندید کړي وو چې ښاغلی خواصي په ۱۰۵ او ښاغلی سعادت په ۶۶ رایو ونه توانیدل چې دا څوکی ونیسي.

په همدې توګه د نایب منشي څوکی ته د کابل استازی، قيس حسن، او د بلخ استازی، محمد فرهاد عظيمي، کاندید وو چې فرهاد عظیمي په ۱۰۴ او قیس حسن په ۸۱ رایو ګټونکي اعلان نه شول او ترمنځ یې سیالۍ دویم پړاو ته ولویدې.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې د دویم نایب، منشي او نایب منشي څوکیو له پاره سبا بیا ټاکني ترسره شي.

د ولسي جرګې د ۱۶ تقنیني دورې په پيل کې هم د اداري پلاوي ټاکنو خورا ډېر وخت ونېوه آن تردې چې د رئیس پر ټاکلو خو پوره یوه میاشت ناندرۍ روانې وې.

د سیاسي چارو شنونکو د ولسي جرګې د نن ورځې ټاکنو ته په کتلو سره اندیښنه ښودلې چې ښايي دا جرګه یو ځل بیا په یو کړکیچ کې ښکېل شي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، ودېر ساپي، په دې اړه آلمان غږ راډیو ته داسې وویل:

«زه فکر کوم ولسي جرګه له هغو ۹ نفرو پرته چې د ټاکنو کمېسیون وراستولي دي نور ټول پخوانی ترکیب دی، په دوی کې ګوندي او ګوندي بازي رقابتونه ډېر شوي دي او کېدای شي چې دا ټاکنې نورې یو څو ورځې معطله شي، دا انتخابات باید په یوه ورځ کې سرته رسیدلی وای خو ونه رسیدل.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي سره له دې چې داسي اندیښنه شته چې دا جرګه به یو ځل بیا د تېر په څېر له ناندرییزو ټاکنو سره مخامخ شي خو اوس پخوانیو تجربو ته په کتلو سره هڅه کوي چې دغه راز ستونزه بیا رامنځته نه شي.

ددې جرګې غړي، ګل بادشا مجیدي، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وویل د اداري پلاوي له پاره د دوشنبې ورځې ټاکني د ولسي جرګې د داخلي دندو له کړنلاري سره سمي وې. هغه ډاډ څرګند کړ چې ولسي جرګه به دا ځل ددې ستونزي له پاره د حل یوه نوې لاره بیامومي.

د ملي شورا د کورنيو دندو د اصولو د قانون پربنسټ، د هرکاري کال په سر کې بايد لومړى او دويم مرستيالان، منشي اومرستيال منشي په دواړو مجلسونو کې د استازيو د رايو پر اساس وټاکل شي.

د ولسي جرګې په تېر اداري پلاوي کې د رییس ترڅنګ د کندهار استازى، خالد پښتون، د لومړي مرستيال، د هرات استازى، احمد بهزاد، د دويم مرستيال ، د زابل استازى، عبدالقادر قلاتوال، د منشي او د بلخ استازى، محمدفرهاد عظيمي، د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي وو.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض