جیمز بانډ ته د هغه چنار ونې درد سر پیښ کړی
۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبهد جیمز بانډ د فلم نقش لوبونکی فلمي ستوری چې د هالیووډ د جاسوسۍ په اکشن فلمونو کې په ارمایښتونو راګیر وي، اوس په خپل حقیقي ژوند کې هم له یوې ساده ستونزې سره لاس او ګریوان دی. ګاونډیان د دانیل کریګ او میرمنې یې راشل وایز، په باغ کې د چنار ونې اندیښمن کړي دي.
د تلګرام ورځپاڼه لیکي چې د هالیووډ سنیما د دغې جوړې ګاونډیانو ویلي دي چې د دغې کورنۍ د لویې او دنګې ونې ریښې د دوی حریم ته ننوتلي دي او دوی ته یې زیان رسولی دی. ګاونډیانو له سیمه ييزې شورای څخه د دغې ونې د پریکولو غوښتنه کړې.
د هالیووډ دغه جوړه د لندن ښار په شمال کې ژوند کوي. البته ټولو ګاونډیانو د دغه چنار د پریکولو غوښتنه نه ده کړې. د دانیل کریګ یوه ګاونډي تلګرام ته ویلي دی چې له ۱۹۶۶ م کال راهیسې موږ د دغې ونې د بهار او خزان شاهدان ول او د دې پریکولو ته اړتیا نه وینو.
یو بل بیا ویلي دي چې د چنار دغه ونه له یوې خوا ښایسته او له بلې خوا د دغه کلي د هویت یوه برخه ده. دانیل کریګ او میرمني یې د دغه شکایت په اړه او دا چې په راتلونکي کې به څه وکړي، خبریالانو ته څه ونه ویل.
په مجموع کې د جمیز بانډ، فلمونو تر ۷ میلیارده ډالرو ډیرې پيسې له بازار څخه راټولې کړي دي، له همدې امله د هغه فلمونه د سنیما د تاریخ د تر ټولو ډیر پلورل کیدونکو فلمونو څخه شمیرل کیږي.
۴۸ کلن دانیل کریګ، په ۲۰۱۴ کال کې په څلورم فلم کې د جیمز بانډ د رول تر لوبولو وروسته اعلان وکړ چې نور به نو د ۰۰۷ مامور په نقش کې را څرګند نه شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.07.2015):