1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جګړې ته د آزادو شويو طالبانو د ستنیدو په اړه اندیښنې

میرویس جلالزی۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه

افغان حکومت د هغو طالبانو د آزادولو هڅې کوي چې اوس په زندانونو کې وخت تیروي او د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان د دولت پر دې اقدام باندې نیوکه کوي.

https://p.dw.com/p/17FHl
انځور: DW/Qadir Wafa

یو شمیر کارپوهان او د ولسي جرګې غړي د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د آزادولو پر بهیر باندې نیوکه کوي او وایي چې آزاد شوي کسان یو ځل بیا خپلو سنګرونو ته ستنیږي. د حکومت د دغې کړني منتقیدین د ملا قیوم ذاکر او ملا دستګیر په نومونو د دوو تنو طالب قوماندانانو آزادیدو ته اشاره کوي چې ویل کیږي اوس یو ځل بیا له نورو طالبانو سره په ګډه د افغان حکومت پر ضد جنګیږي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر، وایي چې د طالبانو له بي مسوولیته آزادولو سره سخت مخالف دی. هغه زیاتوي: «د سولې له پاره یو قوي دریځ او میکانیزم نه شته. دا پروسه نتیجه نه ورکوي. [د طالبانو] بندیان په پاکستان او دلته [افغانستان] کې آزاد شول. هغوي [آزاد شوي بندیان] به بیرته افغانستان ته راشي او دلته به بریدونه وکړي. ایا هغوی د دې له پاره آزاد شوي دي؟»

کابل په وروستیو کلونو کې تل پر خپلو وسلوالو مخالفینو باندې د سولې غږ کړی دی خو طالبانو هیڅکله هم دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلي. اوس د افغانستان د سولي عالي شورا، چې د ولسمشر کرزي له خوا د سولې د خبرو اترو د په لاره اچولو له پاره ګومارل شوی ده، هڅه کوي چې د آزادو شوو طالبانو په مرسته د دغې ډلې له مشرانو سره خبرې وکړي او د افغانستان یوولس کلن کړکیچ د سولې له لارې حل کړي. خو دغې شورا تر اوسه پورې په عملي ډول په خپل کار کې کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د شورا غړی مولوي شهزاده شاهد، ادعا کوي چې ډیر شمیر آزاد شوي طالبان ملکي ژوندانه ته ستنیږي. نوموړی وایي چې د هغو طالبانو شمیر چې تر آزادیدو وروسته یو ځل بیا د جګړې سنګرونو ته ورځي ډیر ټیټ دی. ښاغلی شاهد زیاتوي: «کوم خلک چې سیاسي بندیان وي او [د دولت له خوا] آزادیږي، له اخلاقي لحاظه دا د هغوی فرض دی چې بیا له وسلوالو سره یو ځای نه شي او د سولي او امن له پاره همکاري وکړي. هغه کسان چې تر آزادیدو وروسته یو ځل بیا د جګړي لیکو ته ستنیږي، د ګوتو په شمیر دي.»

ايا آزاد شوي طالبان به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي؟

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی، وایي چې پاکستان یوازې هغه طالب بندیان آزادوي چې بی اغیزې وې او د سولې له بهیر سره مرسته و نه شي کولای. هغه زیاتوي: «پاکستان هیڅکله هغه طالبان امریکا او افغانستان ته نه تسلیموي چې د دوی او د استخباراتو [د پاکستان استخباراتي اداره ISI] په دستور یې کار کوي.»

په تیرو څو اوونیو کې پاکستان هم د طالبانو د ډلې څه نا څه شل مهم غړي له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي. د پاکستان له خوا په آزادو شوو طالبانو کې د طالبانو د رژیم د عدلیې وزیر ملا نور الدین ترابي، هم شامل دی. پر دې سربیره یوازې تیره اوونۍ افغان حکومت د بګرام له زندان څخه څه د باندې ۴۰۰ تنه بندیان آزاد کړل. دغه وګړي د امریکايي ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ول.

یو شمیر کارپوهان وایي چې پاکستان تر دې مخکې هم د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان ملا عبدالغني برادر، چې ویل کیږي غوښتل یې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، زندان ته واچوه او تر اوسه پورې یې نه دی آزاد کړی.


اوس چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له راتلو شاوخوا یوولس کاله تیریږي، طالبانو تل ویلي دي چې د سولې له پاره یې لومړنی شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو وتل دي. دغې ډلې په روانه اوونۍ کې وویل که تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې بهرني سرتیري پاته شي نو هغوی به یې پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب