1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي شل: يو مقصد خو بېلي لاري

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

د جي اته هيوادونو غونډه د جمعې په ورځ په پاريس کي پېل سوه چي د شنبې په ورځ دوام لري. د دغې غونډي مرکزي موضوعات د يورو پولي واحد ستونزي او د بانکونو په حقيقي سرمايه کي د زياتوالي اړتياوي دي.

https://p.dw.com/p/12sd4
د یورو بحران د دغه غوڼده اصلي د بحث موضوع ده
د یورو بحران د دغه غوڼده اصلي د بحث موضوع دهانځور: AP

د جي اته هيوادونو د غونډي په لومړۍ ورځ د المان د ماليې وزير، ؤلفگانگ شويبله، د فرانسې د ولسمشر نيکولاس سارکوزي مېلمه ؤ. د غرمې د گډي ډوډۍ پر وخت د شويبله فرانسوی سيال، فرانسوا بارون، هم حاضر ؤ. د دغي ډوډۍ څخه داسي تعبير اخيستل کيږي چي اقتصادي بحران يوه نوي لوړ ټکي ته رسېدلی دی. ؤلفگانگ شويبله د سارکوزي سره د خپلې گډي مړۍ او د اقتصادي بحران په هکله وويل:

«ولسمشر موږ ته دا شرف را په برخه کړی چي د غرمې ډوډۍ ته يې مېلمانه کړو. موږ هلته پر دغه موضوع په آزاده فضا کي خبري سره وکړې.»

د الماني وزير د خبرو مانا دا ده چي المان او فرانسه د بحران ځپلي اروپايي اقتصادي سېکټور لپاره يوه گډه تگلاره لري. په اروپا کي په تيرو نژدو وختونو کي داسي بيري رامنځ ته سوي دي چي ښايي يو شمېر اروپايي بانکونه به د نوؤ ممکنه اقتصادي تکانونو زور نه راوړلای سي او ډېوالي به سي. دا بيري هم سته چي د دې له کبله د بانکونو د ډېوالي کېدو يوه غبرگونيزه لړۍ يا ډومينو ايفېکټ رامنځ ته نه سي. مانا دا چي د يوه بانک د ډېوالي کېدو سره يو په بل پسي ډېر بانکونه ډېوالي نه سي.

د المان د ماليې وزير هم وايي چي د داسي يوې لړۍ د رامنځ ته کېدو مخه بايد ونيول سي:

«د دې لپاره بايد دا يقيني کړل سي چي د سيسټم سره تړلي بانکونه اړينې سرمايې ولري.»

د فرانسې د ماليې وزير هم د الماني وزير په شان غوښتنه لري، خو پدې فرق چي فرانسوی وزير په ښکاره او په دقيقه توگه وايي چي بانکونه بايد د خپلې سرمايې کچه نهو فيصدو ته جگه کړي او بايد چي خپلو همکارانو او کاري شريکانو ته د مخ له وړاندي پيسو او گټو ورکونه ودروي:

«بانکونه بايد په خپلو حسابونو کي پرمختگونه ثابت کړي، بېله دې چي اشخاصو او يا شرکتونه ته په قرض ورکونه کي کمښت راولي. خو بايد وخت له مخي د گټو ادا کولو څخه ډه ډه وسي.»

خو د المان د فډرالي بانک رئيس، ينس وايډمان، بيا دغه وړانديز ته د شک په سترگه گوري. د نوموړي په وينا په قانون کي هيڅ داسي څه نسته چي له مخي يې بانکونه د بونس ادايگيو څخه راوگرځوي:

«په لومړي سر کي بايد دې ته انتظار وکړل سي چي يو ښکاره وړانديز وسي. نه دا چي پر غېر دقيقو خبرو غبرگون وښودل سي.»

د جي اته په روانه غونډه کي پر دې هم بحثونه کيږي چي بانکونه څنگه په خپله حقيقي سرمايه کي زياتوالی راوستلای سي. په زیاته بيا د اروپايي بانکونو په هکله لا دا پرېکړه نده سوې چي ايا د يورو پولي واحد د ژغور څخه به هغوی ته سرمايه ورکول سي او که څنگه. هغه څه چي څرگنده ده هغه دا چي بايد دغه بانکونه اول په آزاد بازار کي سرمايې تر لاسه کولو لپاره هڅي وکړي.

پداسي حال کي چي المان د يورو پولي واحد د ژغور د صندوق څخه بانکونو ته د سرمايې ورکولو لېوالتيا نه لري فرانسويان د دې په حق کي دي. د جي اته د دغې غونډي د پېل څخه تر مخه لا څرگنده وه چي زياتي خبري به د اروپا پر اقتصادي بحران کيږي. له همدې کبله چين، هند او برازيل پر اروپايي هيوادونو ږغ کړی چي د اقتصادي بحران په ترځ کي د د مشرتابه شجاعت وښيي او د بحران په وړاندي کوټلي گامونه پورته کړي. المانی وزير شويبله د غېر اروپايي هيوادونو دغه تنقيد جدي نيسي:

«مونږ بايد دغه تنقيد ته غوږ ونيسو او بايد ورباندي په کور دننه کي هم غور وکړو. موږ بايد خپلو پارلماني ملگرو او د بانک استازو ته د دغه تنقيد په هکله ووايو.»

د اروپايي ټولنې سرمشريزه د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه تر سره کېدونکې ده چي ښايي د اروپايي اقتصادي بحران په هکله اصلي پرېکړي هلته تر سره سي.

لانډ مېسر/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش