1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي اته د سوريې په اړه موافقې ته و نه رسېدل

شمس الرحمان ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

په شمالي ایرلیند کې مخکښو صنعتي هيوادونو او روسيې (جي ۸) په غونډه کي د سوريې پر شخړي سربیره، آزاد تجارت، د ماليي نه ورکول، او د چاپان مرکزي بانک د بحث اصلي موضوعګانې دي.

https://p.dw.com/p/18reR
Britain's Prime Minister David Cameron, right, attends a news conference with US President Barack Obama, left, and European Commission President Jose Manuel Barroso at the G-8 summit in Enniskillen, Northern Ireland on Monday, June 17, 2013. British Prime Minister Cameron said he expects formal agreement to launch negotiations on a European-American free trade agreement. He also said a pact to slash tariffs on exports would boost employment and growth on both sides of the Atlantic. (AP Photo/Andrew Winning, Pool)
G 8 Treffen in Nordirland Cameron Barroso Obamaانځور: picture alliance / AP Images

د « جې ۸» د دوې ورځنۍ غونډه په لومړۍ ورځ کډونوال مشران د سوريي د شخړي د حل په برخه کې کومۍ موافقې ته ونه رسیدل. په مجموع کې د دې موضوع پر سر د بحث پر مهال د خبرواترو فضا خړه وه.

د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا، فرانسې، او د بریتانيا هیوادونو هغه وړاندیز په واضح ډول رد کړ چې روسیه دي د سوريې سیاسي او پوځې ملاتړ نه کوي.

امریکا غواړي چې د سوريي پر هوايي قلمرو بندیز ولګول شي، خو مسکو ویلي دي چې په دې برخه کې به د امنیت شورا هره پریکړه ویټو کړي.

د څارونکو په حواله د جي اته په ۳۹ غونډه کې د سوريي پر مسئلې سربیره د پرمختللو هیوادونو دغه مشران به پر درو نورو موضوعګانو هم بحث وکړي چې له هغې جملۍ څخه د آزاد تجارت مسئله خاص ارزښت لري. همدارنګه د بریتانيي لومړی وزیر ديويد کامرون هم د ازاد تجارت موضوع د دې غونډي د اساسي موضوعګانو څخه شمیري.

سربیره پر دې په پرمختللو هیوادونو کې د ماليې ورکولو څخه د ځان پټولو موضوع هم ډیره ګرمه ده. د پرمختللو هیوادونو مشران فکر کوې چې د نه ادا شوو مالیو د بیرته تر لاسه کولو په صورت کې مختلف هیوادونه کولای شې د هغې څخه د خپلو اقتصادي موخو د ترلاسه کولو په برخه کې استفاده وکړي.

په غونډه کې به د نړیوال مالياتي شرکت د فعالیتونو د لاغځولو پر سرهم خبري وشي.

د دې تر څنګ د چاپان د مرکزي بانک پر څو مهمو فیصلو به هم غور وشي. د چاپان د اوسني لومړي وزیر د اقتصادي پالیسیو پر بنسټ د دغه هيواد مرکزي بانک د ین پولي واحد ارزښت کم کړی دی.

د (جي ۸ ) غونډې په څنډه کې د امریکا او روسيي هیوادونو د ولسمشرانو لیدنه کتنه هم د خاص ارزښت وړ وه. تر لیدنۍ کتنۍ وروسته دواړو مشرانو اعتراف وکړ چې د سوريي په مسئله کې د نظر اختلاف موجود دی، خو دواړو مشرانو د سوريي د مسئلې د حل په برخه کې د ژنيو کنفرانس پر جوړیدو موافقه کړې ده.

دواړو هیوادونو د تروریزیم پر ضد د ګډې همکارۍ د پراختیا پر سر خبري کړي دي. د ایران د شخړیز هستوي پروګرام پر سر په روانو خبرواترو کې روس او امریکا هم شامل دي او په اوس وخت کې چې په ایران کې تازه د ولسمشرۍ ټاکنۍ ترسره شوې دي د دغه هیواد په اړه له ډیر احتیاط څخه کار اخیستل کیږي.

د روسيې او امریکا د ولسمشرانو تر لیدنې کتنې وروسته دواړو مشرانو په یوه ګډه اعلامي کې ویلې دي چې اوباما به د روان کال په سپټمبر کې د دوو ورځو په دوره روسيي ته ولاړ شي. هغه به د سپټمبر میاشتې دریمه او څلورمه نیټه په مسکو کې پاته شي.

وروسته تر دې به دواړه مشران د روسيي په یو بل ښار سانکت پيتربورگ کې د پرمختللو او د پرمختیا په حال کي اقتصادي هیوادونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.