جوهر څارنایف پر خپل ځان لګیدلي تورونه رد کړل
۱۳۹۲ تیر ۲۰, پنجشنبهد چهار شنبې په ورځ جوهر څارنایوف د بوستون په ډله ییزې ځغاسته کې تر بمې چاودنو وروسته د لومړي ځل له پاره په عام محضر کې څرګند شو او په محکمې کې یې پر ځان باندیې ټول لګیدلي تورونه رد کړل. پر جوهر باندې په لګول شویو تورونو کې د ډله ییزې وژنې وسلې د کارونې تور هم شامل دی.
کله چې جوهر څارنایوف ته پر هغه باندې ۳۰ لګیدلي تورونه واورول شول نو هغه تر هر تور وروسته د «بیګاه یم» عبارت په لوړ آواز ووایه. امریکايي چارواکي وايي چې جوهر اوس ادعا کوي چې مشر ورور یې چې تیمرلن څارنایف نومیده، په بوستون کې د ډله ییزې ځغاستې پر مهال دوه بمونه په بیلابیلو ځایونو کې ځای پر ځای کړي ول.
د جوهر مشر ورور د بوستون تر بریدونو وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو. خو پخپله جوهر څارنایف بیا وروسته د پولیسو له خوا په ټپي حالت کې موندل شوی وو.
جوهر څارنایف ته د هغه د تورونو د اوریدو پر مهال په محاکمې کې د بوستون د پېښې قربانیانو هم حضور لاره. د دغو قربانیانو له ډلې څخه یو شمیرو یې د خپل بدن غړي هم له لاسه ورکړي دي. پر دې سربیره د بوستون په چاودنه کې درې تنه وژل شوي هم ول.
له محکمې څخه بهر هم یو شمیر پولیسو د خپل هغه ملګري په درناوي سره راټول شوي ول چې ویل کیږي د بوستون تر چاودنو وروسته د څارنایف د ورونو له خوا وژل شوی وو.
څارنوالانو ویلي دي چې د جوهر څارنایوف د محکمې بهیر ښايي له درو څخه تر څلورو میاشتو پورې دوام وکړي. د هغوی په خبره په دې ترڅ کې به له ۸۰ تر ۱۰۰ شاهدانو څخه پوښتنې او ګرویځنې وشي.