جهان د خوراکي موادو د بحران سره مخامخ دی
۱۳۸۷ خرداد ۱۶, پنجشنبهپر پرمختيایی او دصنعتی هيوادوپه درشل کښي هيوادونو باندی ، دهغي نړيوالي اقتصاد ي غونډ ي دآجندا اساسی ټکی بلل کيږی ،چی پرون دجنوبی افريقا په پايتخت، دکپټاون په ښار کی پيل سوې ده .
په دغه غونډه کی به پردې موضوع باندی هم خبر ي وسي ، چی آيا دخوراکی موادو دغه نړيوال بحران به دافريقا دبزګرانو دپاره يو چانس هم نه وی ؟
په دی مانا چی دوی به په اصطلاح دسوی دخوب څخه راويښیږی او په رڼو سترګو سره به وينی ،چی که دوی دغلاجاتو کرنی ته پام ونکي ، نو دوی به هيڅ پرمختګ ونه کولای سي ، او که دخوراکی موادو بحران په همدغه ډول دوام پيدا کي ، نو دافريقا دوچي په هيوادونوکی به دخوراکی موادو بيه تر 2030 ميلادی کاله پوری تردوه چنده هم اضافه سي . که ددغه کار مخنيوی ونسي، نو دفقر اوغربت سره دمبارزی ټول پلانونه او طرحی به دخيال او خوب څخه پرته بل څه نه وی .
په نړيواله اقتصادی دغه لويه غونډه کي ،چی دجمعی تر ورځي پوری به دوام وکي ، پردغو موضوعګانو باندی به هم خبر ي وسي چی دعايداتو په ویش کی هم دخوارانو اومړوترمنځ تفاوت ورځ په ورځ ډيريږی ، او دبحث بله مهمه موضوع به دانرژی دبحران موضوع وی . دانرژی دبحران له کبله په افريقايی هيوادوکښي داقتصادی ودی ټولي مثبتي اغيزې دخلکو دژوندانه پر سطحه باندي بی اثره پاتيږي .