1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنگي جنايت

حسن » بری «۱۳۸۵ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

تيره اوونۍ د اسرائيل هوايي پوځي ځواکونو د لبنان په شمال کې، پرنوروسربيره، درې پلونه وران کړل، چې لدې کبله د نړيوالوخيريه ټولنومرستې، په ښکاره توگه، نور د لبنان جنوب اوپلازمينې بيروت ته نشي رسيدلای.

https://p.dw.com/p/DMrO
انځور: AP

د ملگروملتونو د مهاجرينو د ټولنې غړې استريد » فون گينديرن « په لنډه توگه وويل: » د اکمالاتوترټولومهمه ليکه قطع شوه. د دغو درې پلونوترړنگولووروسته، د خوړو د توکو، سامانونو، مؤقتي هستوگنځيواونوروکمکي شيانو يوکاروان چې له اتو لاريوڅخه جوړدی، ځای پرځای ولاړدی. «

صرف يوپلويزټرانسپورټ
اندرياس » شوارڅ « د ) دویچلند هیلفت ( نومې خيريه ټولنې ويانددی، کومه چې له مجموعاً لس نوروخيريه ټولنوڅخه جوړه شويده اوغواړي چې د لبنان له خلکوسره مرسته وکړي. اندرياس » شوارڅ « چې د آلمان د ) کيړانټرنيشنل ( د نړيوالې ټولنې د استازي په توگه، د زمري د مياشتې له دولسمې نيټې راهيسې په بيروت کې دی، وايي: » دغه وران شوي پلونه په هغه ساحلي سړک کې وو، کوم چې مونږ د ) کيړانټرنيشنل ( غړو، د سوريې ـ لبنان له سرحدڅخه تگ راتگ باندې کاوه. اوس، په دغه شيبه کې، له دغه سړک څخه کار اخيستل، په ښکاره توگه، نورامکان نلري. مگردوۍ کولای شي چې تگ راتگ پر يوه پلويزسړک پر مخ بوزي. «

د بشر د حقوقونړيواله ټولنه هيومن رايټس واچ وايي چې، د اسرائيل لخوا د لبنان بې تفکيکه بمباري، جنگي جنايت دی.